څرنګ به یو باثباته، مستحکم او پرمختللی افغانستان ولرو؟

ملا عبدالغني برادر د افغانستان ځوریدلی ولس له تیرو څلورو لسیزو څخه د یو خپلواک مستحکم او باثباته افغانستان په هدف د نا امنیو او جګړو په لمبو کې سوځي، د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې روانه غمیزه او د هغې ټول عوامل پایته ورسیږي، افغانان په خپل آزاد وطن کې د افغان شموله اسلامي […]

ملا عبدالغني برادر

د افغانستان ځوریدلی ولس له تیرو څلورو لسیزو څخه د یو خپلواک مستحکم او باثباته افغانستان په هدف د نا امنیو او جګړو په لمبو کې سوځي، د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې روانه غمیزه او د هغې ټول عوامل پایته ورسیږي، افغانان په خپل آزاد وطن کې د افغان شموله اسلامي نظام تر سیوري لاندې په یوه ټغر سره راټول شي. همدې هدف ته د رسيدولپاره یې د امریکا د متحده ایالتونو سره د ۲۰۲۰ کال د فبروري به ۲۹ نېټه تاریخي توافقنامه لاسلیک کړه.

د افغانستان اسلامي امارت او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې توافقنامې د دواړو لوریو ترمنځ ښو فرصتونو ته لاره پرانیستله. چې په ترڅ کې یې پنځه زره بندیان دافغانستان اسلامي امارت او زر تنه د کابل ادارې خلاص، بین الافغاني مذاکرات پیل او اکثریت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او لږ پاتې یې د وتو په حال کې دي.

که څه هم چې د توافقنامې د عملي کیدو په ترڅ کې يو لړستونزې وې او شته خو بیا هم هغه په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره یواځینی چانس دی چې د پاتې بندیانو خلاصولو، د توراو جایزه لیستونو د ختمولو په شمول د توافقنامې د پاتې برخو په عملي کیدو سره د افغانستان غمیزې ته د پایته رسیدو لاره برابروي.

اوس چې افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې دی باید له خپلواکۍ وروسته دلته د داسې نظام جوړولو لپاره کار وشي چې په هغه کې د افغان ولس آرامي او سوکالي متحققه وي، او دا هغه وخت شونې ده چې دا نظام د افغان مسلمان ولس د غوښتنو او آرمانونو مطابق جوړ شي.

واقعي اسلامي نظام د افغانانو د ټولو ستونزو د هواري تر ټولو ښه وسیله او هغه یواځینۍ غوښتنه ده چې د افغان ولس ټولې پرګنې یې پر تحقق یوه خوله دي، او هیڅ ډول اختلاف پکې نه لري. داسې مقتدر اسلامي نظام چې هم له بهرنیو یرغلونو او لاسوهنو څخه د افغانستان دفاع وکړای شي او هم نړیوال د افغانستان له سوله ییزتوب نه مطمئن کړي.

په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت بیا هم د افغانانو په داخلي قربانیو، خود ګذريو او یو بل منلو پوري اړه لري؛ ځکه چې د تفرق، جنګ او مقابلې په صورت کې مثبت پرمختګ ناشونی دی.

لکه څومره چې د یو مستحکم اسلامي نظام ټینګښت افغانانو ته اړین دی هغومره نړیوال ورته ضرورت لري. د متحده ایالاتو په شمول نړیوالوته تر یوه بیواکه، غیرمتمرکز او فاسد نظام نه، ځواکمن ، متحد او له فساده خلاص افغانستان ګټور دی.

مونږ هغه پوښتنې درک کوو چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامينځ ته کيدونکي نظام د ډول په اړه هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره موجودې دي. د دغسې پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې دا په بين الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري. مونږ بايد تر وخت له مخه په هسي اټکلونو د مذاکراتو فرصت له لاسه ور نه کړو.

په بین الافغاني مذاکراتو کې زمونږ ګډون او له هغه څخه حمایت د دې ښکارندویه ده چې مونږ د تفاهم له لارې د مشکل پرحل باور لرو.

له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې پریږدې افغانان خپله د خپل هیواد او ولس د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي. ځکه افغانان له هغو نظامونو څخه ډیرې بدې خاطرې لري کوم چې له بهره ورباندې تپل شوي دي.

موږ له خپل لوري هغه هڅې ستایو او هر کلی یې کوو چې وکړای شي په واقعي ډول د هېواد ستونزو، بې ثباتۍ او بې نظمۍ ته د پای ټکی کېږدي. او هر هغه څوک چې په دې لار کې مرسته او همکاري کوي باید د افغاني ټولنې ځمکني حقایق په نظر کې ونیسي.

مونږ دې ته ژمن يو چې له نورو اړخونو سره د متقابل احترام په فضا کې پر مخ لاړ شو او د يوه داسې نوي سياسي نظام په اړه هوکړې ته سره ورسيږو چې د ټولو افغانانو غږ پکې اورېدل شوی وي.

په راتلونکي افغانستان کې مونږ د اسلام د مبارک دین د اساساتو او د افغاني ټولنې د پسندیده عنعناتو په رڼا کې د خپل هیواد د ټولو نارینه او ښځینه اتباعو ټولو حقونو ته لکه د بیان آزادي ، ښونه اوروزنه، کارکول او… ځان ژمن ګڼو. دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي او افغاني ټولنه ده، نو د ښځو د تعلیم او کار لپاره به مناسب چاپيریال او تسهیلات برابرېږي، تر څو هغوی په ډاډ سره خپلې چارې مخ ته یوسي.

اسلامي امارت هوډ لري چې هېوادوالو ته د خپل هېواد او ولس د خدمت مناسب فرصتونه برابر کړي، ټول باید د خپل هېواد د بیا رغونې او د ولس د خدمت لپاره لاسونه سره ور کړو، زموږ هېواد او ولس ملي تجارانو ځوانانو، متخصصینو او کارپوهانو ته په ځانګړي ډول اړتیا او ضرورت لري. ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، موږ پر ځوانه طبقه غږ کوو چې تاسو د خپل هېواد او ولس د خدمت مسئولیت لرئ، او اسلامي امارت به تاسو ته دغه فرصت برابروي. ددې پر ځای چې تاسو بهرنیو ملکونو ته له خپلو کورنیو او اولادونو څخه لیرې د یوې مړۍ ډوډۍ په خاطر ځۍ، راشئ د خپلو کورنیو تر څنګ د خپل هېواد او ولس په خدمت سره هم خپل او هم د خپلو راتلونکو نسلونو د ویاړمن او آرام ژوند د تضمین لپاره کار وکړو.

په راتلونکي نظام کې به د اقلیتونو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي وي، په دې اړه باید له چا سره اندېښنه نه وي.

افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت په درلودلو سره د نړېوالې ټولنې مهم غړی دی.مونږ غواړو افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره مثبتې او ګټورې اړیکې ولري. افغانان د راتلونکي افغانستان په بیا رغونه کې د نړۍ سالمې همکارۍ ته اړتیا لري او هر کلی یې کوي.

د بهرني اشغال په مقابل کې د افغان ولس جهاد او مبارزه د ټولو دیني او وضعي قوانینو له مخې د هغه مسلم او ثابت حق و او دی.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ او د هغوی په همکارۍ د بدیل معیشت په برابرولو سره د مخدره موادو د مخنیوي او د معتادینو د علاج په اړه چې متاسفانه شمیر یې ملیونونو ته رسي، لازم اقدامات تر سره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت نړیوالې ټولنې ته ډاډ ور کوي چې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ديپلوماتانو او د بهرنیو خیریه مؤسسو کارکوونکو ته به د اسلامي امارت له خوا هېڅ ډول خطر نه متوجه کېږي، زموږ په هېواد کې له ډېر وخت راهیسې خیریه مؤسسې د اسلامي امارت په همکارۍ او همغږۍ خپل کارونه تر سره کوي، دوی دې اوس هم خپلو خیره کارونو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت د رغنده کارونو د تر سره کولو لپاره دوی ته خوندي چاپیریال برابرول خپل مسئولیت ګڼي.

په پای کې غواړم یوه مهم ټکي ته اشاره وکړم چې إسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پر ضد استعمال کړي، او نه بل چا ته اجازه ور کوي چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي. د افغانستان ولس غواړي چې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په نړۍ کې سرلوړی او سوله ایز ژوند ولري.

ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر

۱۰/۱۱/۱۴۴۲هـ ق

۳۰/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/20