په پسرلي کې د نيالګيو کېنولو په اړه د اسلامي امارت د کرهنې او مالدارۍ کمېسیون اعلامیه

د نيالګيو کرل زموږ د خواږه پيغمبر صلی الله عليه وسلم په حکم عمل کول او د هيواد په ښيرازۍ او زرغونتيا سربېره يوه جاريه صدقه ده. عن أنسٍ رضي الله عنه عن النبيِّ صلى الله عليه وسلم قال: “إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ، فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لاَ يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَلْ” رواه احمد […]

د نيالګيو کرل زموږ د خواږه پيغمبر صلی الله عليه وسلم په حکم عمل کول او د هيواد په ښيرازۍ او زرغونتيا سربېره يوه جاريه صدقه ده.

عن أنسٍ رضي الله عنه عن النبيِّ صلى الله عليه وسلم قال: “إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ، فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لاَ يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَلْ” رواه احمد
ژباړه: که په یوه له تاسو څخه په داسې مهال قیامت را ورسید چې په لاس کې يې نیالګی و، که نيالګی يې تر قيامت کېدو مخکې کينولی شوای؛ نو دا کار دې وکړي (نيالګی دې وکري).

پر دې علاوه، ونه، باغ او ځنګلونه د ځمکې د حيات بنیاد ګڼل کيږي. څومره چې يوه ځمکه ونه او ځنګل ډېر لري، هغومره يې ژوند نورمال او د انسانانو لپاره ګټور وي.

زموږ هېواد د بارودو د ډېر استعمال له امله ډېر زهري شوی، چې يو اساسي علاج يې د ونو او ځنګلونو شتون دی. د هوا تصفيه، د طوفانونو مخنيوی او د موسم طبيعت په ونه او ځنګل ساتل کيږي.

څرنګ چې موږ شرعا د ځمکې پر ابادۍ مکلف يو؛ نو د اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ، عشر او زکوة کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښونې په اساس د تېر په څېر يو ځل بيا پر ټول متدين ولس او مجاهدینو غږ کوي چې د هیواد د زرغونولو او ښيرازي لپاره باید مثمر او يا غير مثمر نيالګی وکري او د خپل هېواد په زرغونتيا او آبادۍ کې برخه واخلي.

همدا ډول دې د اسلامي امارت ټول ارګانونه خپلو اړوندو ساحو کې تر خپلې وسې د ونو او بوټو کښت او پالنې ته توجه وکړي.

په هيواد کې او له هيواده بهر ملي تجاران دې د هيواد د ابادۍ لپاره د مېوه دارو نيالګيو او دغه راز د زينتي او تجارتي بوټو په کرلو کې زموږ له غريب ولس سره د خپل وس مطابق همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د کرهنې او مالدارۍ کمیسیون
۲۲/۷/۱۴۴۲هـ ق
۱۶/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/3/6م