په هیواد کې د ځینو بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

په دې وروستیو کې ځينې رسنیز خبرونه او راپورونه وايي چې کېدای شي څه بهرني ځواکونه زموږ په هېواد کې د هوایي ډګرونو او یا سفارتونو د امنیت ساتلو په نامه پاته شي، په دې اړه لاندې ټکي د پام وړ دي: – د افغانستان اسلامي امارت غواړي له نړۍ، سیمې او ګاونډيو هېوادونو سره […]

په دې وروستیو کې ځينې رسنیز خبرونه او راپورونه وايي چې کېدای شي څه بهرني ځواکونه زموږ په هېواد کې د هوایي ډګرونو او یا سفارتونو د امنیت ساتلو په نامه پاته شي، په دې اړه لاندې ټکي د پام وړ دي:

– د افغانستان اسلامي امارت غواړي له نړۍ، سیمې او ګاونډيو هېوادونو سره مثبتې او ګټورې اړیکې ولري.

– زموږ هېواد او ولس له څلورو لسیزو راهیسې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی، په همدې اساس نړیوالو او د خواخوږو او دوستو هیوادونو بې غرضه او بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري، موږ یې د خپل ولس لپاره غواړو او هر کلی یې کوو.

– زموږ په هېواد کې د بهرنيو ځواکونه شتون تر هرنامه لاندې چې وي او د هر هېواد اړوند چې وي افغان ولس او اسلامي امارت ته د منلو نه دي.

– د افغانستان لويشت لويشت خاوره، هوايي ډګرونه، په هېواد کې د بهرنيو سفارتونو او دپلوماتيکو نمايندګيو امنيت ساتل د افغانانو مسئوليت دی. بناء زموږ په هېواد کې دې هېڅوک د نظامي او يا امنيتي حضور ساتلو امید نه کوي او نه بايد داسې ګام پورته کړي چې په نتیجه کې یې د ولسونو او هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کېږي.

– که څوک داسې اشتباه وکړي، افغان ولس او اسلامي امارت هغه ته د اشغالګر په نظر ګوري او په وړاندې به یې داسې دریځ نیسي، لکه څرنګه چې یې د تاریخ په اوږدو کې د اشغال په وړاندې نیولی دی. او مسئوليت به يې هم بيا دوی ته راجع وي.

د افغانستان اسلامي امارت

۲/۱۱/۱۴۴۲هـ ق

۲۲/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/12م