‏په سوډان کې د خپلمنځي نښتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم قال الله تبارک و تعالی: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ. [الأنفال: ۴۶] ‏ژباړه: او د الله جل جلاله او د ده د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت کوئ، او (په خپلو منځونو کې) یو تر بله جګړې مه کوئ (چې په دې […]

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تبارک و تعالی: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ. [الأنفال: ۴۶]
‏ژباړه: او د الله جل جلاله او د ده د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت کوئ، او (په خپلو منځونو کې) یو تر بله جګړې مه کوئ (چې په دې صورت کې) به کمزوري (او بې زړه شئ) او قوت به مو لاړ شي او (بالآخره) صبر کوئ (ځکه چې) الله جل جلاله یقیناً د صبر کوونکو ملګری دی.
‏په خواشنۍ سره مو راپورونه تر لاسه کړل چې د سوډان هیواد په مرکز او ځینو برخو کې خپلمنځي جګړه نښتې.
د افغانستان اسلامي امارت په دغې پيښې سخت خواشني شو، چې زموږ په یوه ورور مسلمان هیواد کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه نښلي او سوډانی ولس ځوروي.
‏داچې اوس لا د دغې پيښې ابتدا ده، اسلامي امارت خپل ورور سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي.
موږ د یوه جنګ ځپلي هیواد او ملت په توګه دا وایو چې موږ د جګړو اضرار لیدلي او لمس کړي،‏په جګړو سره ملتونه تباه کیږي، حکومتونه کمزوري کیږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هواريږي.
د هغو ستونزو په پرتله چې له امله يې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډيریږي او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښونه رامنیځته کوي.
‏له الله تعالی څخه غواړو چې هرڅه ژر په سوډان کې د مسلمانو وروڼو ترمنځ اختلافات حل کړي، د جګړو لاملونه له مينځه یوسي او د هغه هیواد خلک له مشکلاتو څخه وژغوري. وما علینا الا البلاغ
د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۹/۱۴۴۴هـ ق
۲۷/۱/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۴/۱۵ م