په امارتي ادارو کې د ځينو مسؤلينو لخوا د خپلو ټاکل شويو زامنو د انفکاک په اړه د مشرتابه حکم

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په شفاهي هدايت په امارتي ادارو کې د مسؤلينو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګمارلو د منفکولو حکم وکړ. د ۱۳/۸/۱۴۴۳ هـ.ق نېټې(۳۰) مې ګڼې د حکم په اساس د ټولو وزارتونو، رياستونو او خپلواکو امارتي ادارو مسؤلينو ته امر […]

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په شفاهي هدايت په امارتي ادارو کې د مسؤلينو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګمارلو د منفکولو حکم وکړ.
د ۱۳/۸/۱۴۴۳ هـ.ق نېټې(۳۰) مې ګڼې د حکم په اساس د ټولو وزارتونو، رياستونو او خپلواکو امارتي ادارو مسؤلينو ته امر شوی دی چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پر بنسټ چاته د وظيفې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
په دغه حکم کې راغلي؛ د ټولو امارتي ادارو مسؤلين چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې يې خپل يو يا څو زامن مقرر کړي دي، د دې حکم له ابلاغ څخه وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان مقرر کړي.