په افغانستان کې د م. م. د دفتر د وروستۍ اعلامیې په تړاو د ا. ا. ا. د ویاند څرګندوني

په افغانستان کې د م. م. دفتر اعلاميه نشر کړې چې اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې م. م. خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی. بايد ووايو چې اسلامي امارت نه غواړي چې م. م. ته خنډونه ايجاد کړي؛ […]

په افغانستان کې د م. م. دفتر اعلاميه نشر کړې چې اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې م. م. خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی.
بايد ووايو چې اسلامي امارت نه غواړي چې م. م. ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي. دا پريکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي؛ بلکي موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او عليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو. په تاسف سره باید ووایو چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي، سفري محدودیتونه یې وضع کړي، د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي ترڅو افغانستان وکولی شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او هیواد مو په خپلو پښو ودریږي. افغانان دا ظرفيت لري چې په خپلو ظرفيتونو او امکاناتو پرخپلو پښو ودرېږي.
ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویاند
۱۴۴۴/۹/۲۱ھ ق
۱۴۰۲/۱/۲۳ھ ش – ۲۰۲۳/۴/۱۲م