له سوډان څخه د افغانانو د ويستلو په هلکه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانیدو چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه له دې هېواده وباسو او د سعودي عربستان جدې ښار ته يې ولېږدوو ترڅو په لنډه موده کې هېواد ته […]

له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانیدو چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه
له دې هېواده وباسو او د سعودي عربستان جدې ښار ته يې ولېږدوو ترڅو په لنډه موده کې هېواد ته راوګرځي.

اسلامي امارت د سعودي عربستان له شاهي مملکت څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په دې برخه کې يې مرسته وکړه.
خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي وېستلو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوو.