د ۱۳۹۸ تعلیمي کال په اړه د تعلیم او تربیې اوعالي تحصیلاتو کمیسیون اعلامیه

داچې د پسرلي موسم په راتلو سره د ټول هېواد په سرد سیره(سړو) سیمو کې نوی تعلیمي کال پيلیږي د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون هم له دې فرصت نه په استفادې غواړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړي، چې نوی تعلیمي کال به د نظامي او سیاسي بریاوو تر څنګ […]

داچې د پسرلي موسم په راتلو سره د ټول هېواد په سرد سیره(سړو) سیمو کې نوی تعلیمي کال پيلیږي د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون هم له دې فرصت نه په استفادې غواړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړي، چې نوی تعلیمي کال به د نظامي او سیاسي بریاوو تر څنګ ان شاءالله د ښوونې او روزنې په ډګر کې هم د بې ساري پرمختګ او لاسته راوړنو څخه ډک کال وي او مونږ ورته بشپړ چمتووالی لرو.
همدا یوه میاشت مخکې د هېواد د سویل لویدیځو، شمال ختیځو او مرکزي ولایاتو د تعلیم او تربیې رئیسانو او معاونانو سره مو په ولایاتو کې د تعلیمي ستونزو د هوارۍ او پرمختګ لپاره هر اړخیز تعلیمي سیمینارونه ترسره کړل، چې لله الحمد ډیر ګټور او په نوي تعلیمي کال کې به یې عملي ګټې د تعلیم او تربیې په ډګر کې ټول هېوادوال په خپلو سترګو مشاهده کړي. ان شاءالله تعالی.
د ۱۳۹۸ هـ ش تعلیمي کال د پيل په مناسبت د ښوونځیو له مدیرانو، استاذانو او د ښوونې او روزنې د څانګې له ټولو کارمندانو څخه مو هیله داده، چې نوی تعلیمي کال په لوړو حوصلو او نویو ولولو سره دتعلیم اوتربیې اوعالي تحصیلاتوله تعلیمي اصولو سره سم پیل کړي او په پوره اخلاص او صداقت سره د ګران او جنګ ځپلي ولس زده کوونکو بچیانو ته د ښو زده کړود زمینې برابرولو سره خپل ایماني او ملي رسالت اداء کړي.
دغه راز له هېوادوالو غوښتنه کوو، چې د ښېرازه او آباد افغانستان لپاره د ښوونځي په عمر برابر خپل ټول ماشومان په ښوونځیو او دیني مدارسو کې شامل کړي او ترڅنګ یې هغه ماشومان چې د سهار لخوا ښوونځيو ته ځي، له وخت نه وروسته په کلیوالي مدارسو کې شامل کړي، ترڅو له ښوونځي سره هم مهاله ضروري دیني مسایل هم زده کړي.
په پای کې یوځل بیا د ښوونې او روزنې څانګې له ټولو رئیسانو، مدیرانو، استاذانو او کارمندانو څخه مننه کوو، چې د صلیبي اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له وحشیانه او ړندو بمباریو، شپنیو عملیاتو او قساقسم ترور، وحشت او دهشت سره یې د معارف د کاروان منزل ته رسولو کې مونږ سره له هیڅ راز همکاریو ډډه نه ده کړې او لاهم په دې برخه کې د هرقسم ستونزو په ګاللو سره د ګران هېواد روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.
و السلام
د افغانستان اسلامي امارت
د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون
۱۷/۷/۱۴۴۰هـ ق
۴/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/3/24م