د کابل ادارې له لوري د قومي ملیشو د جوړولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په دې ورستیوکې د کابل ادارې مشر اشرف غني ځینو ولایاتو ته د سفر په مهال د سیمي میشتو اولسونو ته د داسي فکر ورکولو هڅه وکړه چي ګویا مجاهدین له هغوی سره د خاص قومي یا مذهبي تعصب په بنا جګړه کوي او د هغوی سر او مال ته ځانګړی خطر متوجه دی. بیا […]

په دې ورستیوکې د کابل ادارې مشر اشرف غني ځینو ولایاتو ته د سفر په مهال د سیمي میشتو اولسونو ته د داسي فکر ورکولو هڅه وکړه چي ګویا مجاهدین له هغوی سره د خاص قومي یا مذهبي تعصب په بنا جګړه کوي او د هغوی سر او مال ته ځانګړی خطر متوجه دی.
بیا یې نو په همدې پلمه هغوی ته قومي ملیشې او کنډکونه ور منظور کړل چې وروستی اقدام یې د بامیانو ولایت ته د پنځه سوه سیمېزو ملیشو منظوري وه.
د افغانستان اسلامي امارت د کابل اداري دا ډول پردي پال او د ملي ګټو ضد حرکات د پخواني کمونستي رژیم د وروستیو ناکامو هڅو بیا تکرار بولي چې د خپل اقتدار د زوال په وخت کي یې د ګلمجم، کیهان، جبار او نورو ملیشو بنسټ یې کېښود، قومي کنډکونه یې جوړ کړل او د سترو جنایاتو، چور، چپاول، وحشت او پراخو خونریزیو بنسټ یې کېښود؛ خو له دې ټول وحشت سره سره یې کمونستي رژیم ته د ګټي پرځای تاوان وکړ او کوم درد یې پري دوا نه شو.
اوس چې بیا د کابل لاسپوڅی رژیم د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي او د خپل نجات لپاره ولسونه تیرباسي دا ډول غیر ملي او د ټولو منل شویو ارزښتونو خلاف حرکت به هیڅ فایده هم ورته ونه کړي.
اسلامي امارت یوځل بیا په صراحت سره اعلانوي چې د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان په شمول د هیواد په بېلابېلو برخو کې زموږ د عملیاتو موخه یواځې د دښمن نظامي اهدف او کسان دي، د سیمې ملکي خلک زموږ هیوادوال دي چې د سر، مال او عزت ساتل يې د اسلامي امارت د هر مجاهد دنده ده.
په یادو عملیاتو کې هيڅ ملکي کس، کور او ځای ته زیان نه دی رسیدلی او نه هم مجاهدین د داسې کولو اجازه لري.
خو هغه کړۍ چې د قوم، مذهب او ځينو نورو تعصباتو د راپارولو په منظور د سیمې خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي، یا داسې پروسي عملي کوي او د کابل د شړیدلي ادارې د بقا لپاره تعصبي لښکري جوړوي د مجاهدینو عملیات او کړنې د ملکي خلکو په ضد بولي هغوی ته جدي خبرداری ورکوو چې د اسلامي امارت استخباراتي مسئولین به د داسې لوی خیانت د مرتکبینو جدې څارنه کوي او عندالموقع به مناسب ځواب ورته ووایي.
موږ د دغې اعلامي په خپرولو سره خپلو هزاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د عملیاتو په مهال به د دوی املاکو، سر او عزت ته هيڅ زیان نه رسیږي، که د چا زامن او خپلوان د کابل ادارې په نظامي لیکو کې دنده لري هغوی دې د دښمن له لیکو را وباسي ژوند يې په امن دی.
د دغه خبرداري له خپریدو څخه وروسته که هرچا او هر نهاد د افغانانو ترمنځ د نفرت اچولو هڅه وکړه، بیا د هيڅ ډول شکایت حق نه لري.
اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه خبرداري څخه سرغړوونکي کلک تعقیب کړي، هرځای چې په لاس ورشي توقیف دې يې کړي او د اسلامي امارت محاکموته دې يې وسپاري.
د افغانستان اسلامي امارت
۷/۳/۱۴۴۰هـ ق
۲۴/۸/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/11/15م