د پسرلنیو عمري عملیاتو د پیل په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله قاصمِ الجبابرة قهرًا، وكاسِر الأكاسرة كسرًا، وواعدِ عباده المؤمنين مِن لدنه نصرًا، نحمده سبحانه له العلوّ المطلَق قَدرًا وقهرًا،ونشهد أن لا إلهَ إلا الله وحده لا شريك له ونشهد أنَّ سيدنا ونبيَّنا محمّدًا عبد الله ورسوله ، صلى الله وسلّم وبارك عليه، وعلى آلِه وأصحابه الحائزين فضلاً والطيِّبين ذكرًا، […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله قاصمِ الجبابرة قهرًا، وكاسِر الأكاسرة كسرًا، وواعدِ عباده المؤمنين مِن لدنه نصرًا، نحمده سبحانه له العلوّ المطلَق قَدرًا وقهرًا،ونشهد أن لا إلهَ إلا الله وحده لا شريك له ونشهد أنَّ سيدنا ونبيَّنا محمّدًا عبد الله ورسوله ، صلى الله وسلّم وبارك عليه، وعلى آلِه وأصحابه الحائزين فضلاً والطيِّبين ذكرًا، والتابعين ومَن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين، وسلّم تسليمًا كثيرًا. وبعد: قال الله تبارک و تعالی : یاایهاالنبی جاهد الکفار والمنافقین واغلظ علیهم ومأواهم جهنم و بئس المصیر( ۹ ) التحریم

د امریکایي یرغل په خلاف د اسلامي امارت د مسلح جهاد څوارلس کاله پوره او دادی پنځلسم کال روان دی، د متجاوز او غاصب کفري لښکر په وړاندې جهاد زموږ په غاړه یوه الهي فریضه او د اسلامي نظام د اعادې او مسلمان ملت د خپلواکۍ په لاره کې یوه لازمه چاره ده.

څرنګه چي د نوي پسرلي په رابرېدو سره یو ځل بیا د جهادي ارادې او عملیاتو د تجدید وخت رارسیدلی د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه نوي جهادی عملیات ددې خوځښت د مؤسس او لومړني زعیم مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په نوم باندې په تفاؤل سره د عمري عملیاتو په نوم اعلانوي.

د اچې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمرمجاهد رحمه الله تر قیادت لاندې د مجاهدینو په لاس دهیواد۹۵ فیصده خاوره له شر، فساد او ظلم څخه پاکه شوه، فسادګر او مفسدین نابود شول،بیا راوروسته د یرغلګرو له جملې د ډیرو هیوادو متجاوزې لښکرې د جهاد په وسیله ماتې او تیښتې ته اړ ایستل شوې او د اسلامي تاریخ په پاڼو کې نورې ډیرې ویاړمنې کارنامې ثبت شوې الله تعالی ته امید دی چې دمرحوم په مبارک نامه د عمري عملیاتو په جریان کې به هم هیواد دکفارو او دهغوله پاته شونو،اختطافګرو،بغاتو او نورومفسدینوله وجود او شرڅخه خلاص شي .

عمري عملیات نن دروان ۱۴۳۷ هجري قمري کال د رجب المرجب دمیاشتې په ( ۵) نیټه چې د۱۳۹۵هجري شمسي کال د حمل دمیاشتې له ( ۲۴) او د ۲۰۱۶ م کال د اپرېل د میاشتې له ( ۱۲) نیټې سره سمون خوري د سهار په ۵ بجو په ټول هیواد کې پیل شول داچي په ۱۵ هجري کال درجب دمیاشتي په پنځمه نیټه (چي دعمري عملیاتو دپیل ورځ ورسره برابره ده) دحضرت عمرفاروق رضی الله عنه په خلافت کې دغربي کفارو سره دیرموک دتاریخي غزا او دمسلمانانودلویې فتحي اوکفارودعبرتناک شکست ورځ ده الله تعالی ته امیدلروچي دسږکال عمري عملیات هم داشغالګروکفارو او دهغوی دملګرولپاره دیومخیزشکست اوشړلودیوه کارنده ګزارپه حیث ثابت کړي،عمري عملیات چي د اسلامي امارت د مشرتابه،دنظامي کمیسیون دمسئولینو اوپوځي متخصصینو په ابتکار د تیرو دریومیاشتوپه اوږدو کې طرح شوي زیات ترکیز په کې په دې شوی چي د الله تعالی په نصرت او فضل سره ددښمن په لاس کي د هیواد پاته سیمي هم دمجاهدینو ترکنترول لاندي راشي،دښمن په ټول هیواد کې په تهاجمي شکل تربریدونو لاندي ونیول شي،استشهادي اونفوذي عملیات ددښمن حساسي اوخوندي سیمي ولړزوي او ټول مضر چارواکي یې په چریکي بریدونو کې په نښه شي او له هرې مشروعې ممکنه وسیلې نه په استفاده به ددښمن د ځپلو او له پښو غورځولو هڅه کیږي ترڅویې خارجي ملاتړي او داخلي مزدور وسلوال په ستومانوونکې او مورال وژونکې جګړه کې را ګیر او د سیمو پریښودو ته اړ ایستل شي ، په مفتوحه سیمو کې دښه امنیت په ټینګولوسره ولس ته دښه ژوند کولوزمینه مساعده شي.

د عمري عملیاتو له پیلیدوسره سم به په ټول هیواد کې علماء کرام،ولسي مخور اوداسلامي امارت مسئولین ددعوت او تفاهم له لاري هم کوښښ کوي چي په مقابل صف کې ولاړ هیوادوال له اسلامي نظام سره مخالفت پریښودلو اوله مجاهدینو سره یوځای کولوته رادعوت کړي ترڅویې ددنیا اواخرت له ناکامۍ اوتاریخي بدنامۍ څخه دژغورلواودکفارو پرځای د خپل مسلمان مجاهد ولس په څنګ کې درولوته وهڅوي،په عمري عملیاتوکې داسلامي امارت مجاهدینوته جدي لارښوونه شوې چي خپل عملیات په داسي ډول تنظیم کړي چي دولسي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتني ته خاصه توجه په کې شوي وي.

د عمري عملیاتو په نتیجه کې چې کومې سیمې، کلي یا ښارونه د مجاهدینو تر واک لاندې راځي اسلامي امارت یي د اوسیدونکو د سراو مال ساتنې ته ژمن دی او دا خپل مسؤلیت بولي نوځکه دې عام افغانان خصوصاعلمي اومسلکي کدرونه اود سرمایو او ملکیتونو څښتنان د دښمن په تبلیغاتو نه غولیږي او نه دې له مجاهدینو د خطر احساس کوي. دغه راز څرنګه چې زموږ د جهاد یو هدف د مظلومانو او مستضعفینو مرسته ده د عمري عملیاتو په لړ کې به د مظلومو بندیانو آزادي او نجات ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو مجاهدینو او عام اولس څخه غوښتنه لري چې د تېرکال د عزم د کامیابه او ویاړمنو عملیاتو په څېر د عمري عملیاتو د اجراء او بریا په لاره کې هم په پوره اخلاص، همت او لوړمورال سره برخه واخلي ترڅو د الله تعالی په نصرت او مرحمت سره دغه جهادي عملیات دمتجاوزو کفارواودهغوی دملاتړو په ککره د وروستني کاري ګوزار په حیث ثابت او هیواد مو له اشغال څخه نجات ومومي. وماذلک علی الله بعزیز.

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری

۱۴۳۷ هق /رجب المرجب ۵

۱۳۹۵ هـش /حمل ۲۴

2016/4/12 م