د هلمند د والي صاحب الحاج ملا عبدالمنان اخند د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم قال الله تعالی: مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿الأحزاب: ٢٣﴾. ژباړه: له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره يې کړی ژمنه رښتیا کړه، له هغوی څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د […]

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿الأحزاب: ٢٣﴾.
ژباړه: له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره يې کړی ژمنه رښتیا کړه، له هغوی څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلوته انتظار باسي، هغوی پخپله کړنلاره کې هيڅ تبدیلي را نه وستله.
په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیر ماښام د هلمند ولایت لپاره د اسلامي امارت نظامي مسئول او والي الحاج ملا عبدالمنان اخند د امریکايي اشغالګرو په یوه ناځوانمردانه بمبار کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون
شهید الحاج ملا عبدالمنان اخند چې اصلي نوم يې (الحاج ملا محمد رحیم وو) د امریکايي اشغال په وړاندې په خورا متانت او میړانې سره وجنګید او د امریکايي جنرالانو ستر ستر پلانونه يې شنډ او خنثی کړل.
ملا عبدالمنان اخند یو مطیع، زړور، مخلص او با احساسه مجاهد و، چې د خپلې پیاوړې مبارزې او تدبیر له مخې يې د هلمند ولایت ۹۵ سلنه خاوره د امریکایې او مزدور رژيم له شتون څخه پاکه کړه او د اسلامي امارت واکمنۍ ته يې پراخه زمینه مساعده کړه.
الحاج ملا عبدالمنان اخند به زموږ د مجاهدینو لپاره د یوې قدوې او نمونې په حیث په زړونو کې باقي پاتې وي، میړانه او بهادري به يې نورو مجاهدینو ته درس وي، شهید ملا عبدالمنان اخند په هلمند ولایت کې لکه ځان غوندې سلګونه نور افراد او مشران روزلي چې د اشغالګر اومزدور دښمن په وړاندې به جهاد او مبارزه په لا ښه وجه پرمخ وړي، ولله الحمد.
اسلامي امارت د الحاج ملا عبدالمنان اخند شهادت د مسلمان ولس او اسلامي امارت لپاره لویه ضایعه بولي، خو ورسره مجاهدینو، ملت او ټولو مخلصینو ته ور په زړه کوي چې شهادت زموږ د هر مشر ا وکشر ملګري او مجاهد ستر آرمان دی، په شهادتونو سره نه زموږ صف کمزوری کیږي اونه هم د الله تعالی دین او جهاد پاتې کیږي، الله تعالی به د شهیدانو پرځای نعم البدل او لا ډير پیاوړي ملګري او مشران راکړي، خو مهمه خبره داده چې موږ باید د خپلو مخلصو، مطیع او زړورو مشرانو لاره تعقیب کړو، د هغوی پرنقش قدم باندې تګ وکړو او د هغوی مبارزه ژوندئ وساتو.
دښمن هم باید فکر ونه کړي چې د مشرانو په شهادت سره به زموږ اراده کمزورې، یا به دوی کوم پرمختګ وکړای شي، بلکې برعکس به زموږ د مشرانو شهادتونه د مجاهدینو احساسات او جذبې لا ډيرې څپانده او تاندې کړي او د اشغالګرو او غلامانو په وړاندې به خپلې مبارزې ته لا زور ورکړي. ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۳/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/2م