د م. م. د امنيت شورا د وروستي پرېکړه‌ليک په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ پریکړه‌لیک د دې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په اړه د امنیت شورا قوي ژمنتیا بيا تازه کوي؛ د افغانستان د خلکو؛ د یو سوله ایز، باثباته، سوکاله افغانستان؛ او د […]

د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ پریکړه‌لیک د دې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په اړه د امنیت شورا قوي ژمنتیا بيا تازه کوي؛ د افغانستان د خلکو؛ د یو سوله ایز، باثباته، سوکاله افغانستان؛ او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هیواد حاکمیت له اصل څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان څو اړخيزو ننګونو ته د حل لارو موندلو پر اړتيا ټينګار د هرکلي وړ دی. افغانستان له څو لسیزو راهیسې جګړو ځپلی، چې اکثره یې د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل شوي. له جګړې څخه وروسته هيواد بیا رغوني، بندیزونو او محدوديتونو بې له کوم قيد او شرط ليرې کولو، او له هیواد سره بشردوستانه او پراختیایی مرستو چمتو کولو ته اړتيا لري.

د افغانستان ستونزي غير طبيعي او په هیواد د اقتصادي محدودیتونو له کبله رامنځته شوی. په داسې حال کې چې د روانو بشردوستانه مرستو قدرداني کوو، پر دې حقيقت هم ټينګار کوو چې روان کړکیچ یوازې په هیواد د محدودیتونو له لیرې کولو او له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، اقتصادي، زیربنایي او د خلکو د پرمختیایي اړتیاوو په پوره کولو کې مرستې سره حل کیدای شي.

موږ په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغان میرمنو د کار کولو محدودیت پرېکړې غندنې څخه نوټ اخستلو ترڅنګ يو وار بيا ټینګار کوو چې، د نړیوالو قوانینو او د غړو هیوادونو لخوا د قوي ژمنې سره سم چې د افغانستان مستقل انتخابونو ته به درناوي کيږي، دا د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسله بولو چې په بهرنیو هیوادونو هيڅ اغیزه نه لري. موږ د افغان ميرمنو حقوقو ته ژمن یو او په ډاګه کوو چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.

د پریکړه لیک د هغه اعتراف څخه هم هرکلی کوو چې ښکیلتیا يې یوازینۍ حقیقي لاره بللې. موږ چمتو يو چې له ګاونډیو، سیمه ییزو او د نړۍ هېوادونو او سازمانونو سره د دوامداره خبرو اترو او تعامل له لارې د بشري لاسرسي، اقتصادي بیارغونې، ترانزنټ، سوداګرۍ، د افغانستان مرکزي بانک شتمنیو ته لاسرسي، پراختیا، امنیت، مخدره توکو او نورو برخو کې ګډ کار وکړو.