د ملکي تلفاتو په اړه بیلابیلو سازمانونو ته پرانستی لیک

د امریکا، ناټو او کابل ادارې د ځواکونو لخوا د وروستیو جنایاتو په اړه د ملګروملتونو، اسلامي کانفرانس، د بشري حقونو د ساتنې نړیوال سازمان او جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې په نوم پرانیستی لیک! نړیوال شاهد دي چې په دې وروستیو شپو ورځو کې بهرنیو ځواکونو او د هغوی داخلي ملاتړو په افغانستان کې پر […]

د امریکا، ناټو او کابل ادارې د ځواکونو لخوا د وروستیو جنایاتو په اړه د ملګروملتونو، اسلامي کانفرانس، د بشري حقونو د ساتنې نړیوال سازمان او جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې په نوم پرانیستی لیک!

نړیوال شاهد دي چې په دې وروستیو شپو ورځو کې بهرنیو ځواکونو او د هغوی داخلي ملاتړو په افغانستان کې پر ولسي وګړو، ښوونځیو، دیني مراکزو، مساجدو ، روغتونونو او بازارونو باندې مکرر بریدونه کړي چې له امله یې په زرګونو ولسي افغانان وژل شوي  او هغوی ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ياد ځواکونه په داسې حال کې د ولسي وګړو په خلاف خپل وحشت ته دوام ورکوي چې د خلیلزاد  په مشرۍ د امریکا د سیاسي استازو او اسلامي امارت  ترمنځ مذاکراتي بهیر دوام لري.

امریکايانو چې په نظامي ډګر کې یې د اسلامي امارت په مقابل کې شکست خوړلی غواړي چې همداشکست په دیپلوماتیک ډګر کې د بریا په تمه د ولسي خلګو په وژلو سره جبیره او له هغه څخه د فشار وسیلې په توګه کار واخلي.

مونږ غواړو د بیلګې په ډول فقط په دوو تیرو میاشتو کې د بهرنیو او داخلي ځواکونو په لاس د دغو بشر ضد جنایتونو څو بوږنوونکې پیښې د همدې لیک په زریعه له ملګرو ملتونو ، اسلامي کانفرانس ، د بشري حقونو د دفاع  نړیوال سازمان او د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې سره په مستند ډول شریکي او په پای کې خپله غوښتنه وړاندي کړو:

۱ــ د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې امریکايي اشغالګرو د داخلي ځواکونو په ملتیا د (حمید المدارس) په نامه مشهوره دیني مدرسه له ټولو ملحقاتو او درسي لوزمو سره سوځولې او په نږدې بازار کې یې د خلکو ګڼ دُکانونه او یو شمیر کورونه نړولي دي.

۲ـــ د فبروري په ۱۳مه د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ د رنج په سیمه کې د کابل ادارې وسله والو پر یو سیمه ایز کلینک چاپه وهلې، له کلینک څخه یې د غوث الدین په نوم یو واکسیناتوراو یو ډاکټر احمد بندیان کړي دي.

یاد کلینک د MRC په نامه دیوې موسسې مربوط دی.

۳ــ د فبروري په ۹مه د لوګر ولایت اربکیانو د دغه ولایت مربوط  د یوه دولتي ښوونځي استاد «نورالدین ستانکزی» د عامو خلګو ترمخ په بیرحمانه ډول شهید کړ.

۴ــ د فبروري په ۹مه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ تنګی سیمه کې بهرنیو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا یو ډاکټر شهید او دوه تنه نور کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره یووړل.

۵ــ د جنوري په ۳مه د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ د اسحاقزو په سیمه کې داخلي ځواکونو د توپچي په ډزو کې د یوه دارالحفاظ پنځه حافظان شهیدان کړل.

۶ــ د جنوري په ۳مه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په شرافت سیمه کې بهرنیو او داخلي ځواکونو د چاپې په مهال د ملکي وګړو ۱۳ دُکانونه چور او وسوځول.

۷ـــ د جنوري په ۵ مه د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ د لوړ شاولیکوټ په اډه باندې بهرنیو ځواکونو د بمبار په ترڅ کې شپږ تنې میرمنې او اووه  ولسي کلیوال شهیدان او درې تنه ټپیان کړل.

۸ـــ د جنوري په ۷مه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په سفار سیمه کې بهرنیو او حکومتي ځواکونو د خلکو پر کورونو چاپه ووهله چې له امله یې د بازار لسګونه دکانونه، د برک مؤسسې یو صحي کلینک او د ملکي خلکو لسګونه نقیله وسایط ویجاړ، دوه تنه ډاکتران ، یوه میرمن او دوه عام وګړي شهیدان کړل  او د عیني شاهدانو په وینا یې هغوي ته په دې چاپه او بمبار کې پرځاني زیان سربیره د ۴۰ ملیونه افغانیو معادل مالي تاوان واړاوه.

۹ـــ د جنوري په ۱۲مه د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ د پنج بز په سیمه کې بهرنیو او داخلي عسکرو چاپه ووهله، د کورونو دروازې یې ماتې کړې او لس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړل.

۱۰ـــ د جنوري په ۱۴مه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ د ګاجوی سیمې پریوه سپورتي لوبغالي باندې بهرنیو ځواکونو د ډرون برید په ترڅ کې دوه سپورتي ځوانان شهیدان کړل.

۱۱ــ د جنوري په ۱۴مه بهرنیو او داخلي ځواکونو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د محمدنبي خان په ښارګوټي چاپه ووهله، چې له امله یې پنځه ویشت تنه ملکي وګړي یې بندیان او دوه نورشهیدان کړل.

همداراز ګډو ځواکونو په دغه چاپه کې د ولسي خلکو ۳۶ دکانونه (چې کتب خاني، پي سي او، پوټوکاپي، د خوراکي توکو او پرزه جاتو دکانونه چې یو د تېلو پمپ، او یوکلینک هم ورکې شامل دي تخریب  او د ولسي خلګو په لسګونه نقلیه وسایط یې په بشپړ توګه وسوځول.

۱۲ـــ د جنوري په ۱۵مه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد په سیمه کې بهرنیو او حکومتي عسکرو په یوه دیني مدرسه (نورالمدارس) چاپه ووهله ، زده کونکي یې له مدرسې و ایستل اوبیایې د مدرسې ودانۍ له ټولو کتابونو او درسي توکو سره ویجاړه کړه.

۱۳ــ د جنوري په ۱۶مه د کندهار ولایت ميوند ولسوالۍ د سره بغل کانتينر بازار او لوی کاريز سمو کې اشغالګرو او حکومتي قواوو له طالبانو سره ترجګړې وروسته د ښځو او کوچنیانو په ګډون شل تنه ملکي هېوادوال شهیدان او څلور تنه نور ټپیان کړل.

۱۴ـــ د جنوري په ۲۲مه د ميدان وردګ ولايت مرکز د کهنه خمار سيمې په کنډا غره کې بهرنیو ځواکونو شپږ تنه ولسي ښکارچیان د ښکار کولو په مهال شهیدان کړل.

۱۵ـــ د جنوري په ۲۳مه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په سیمه کې بهرنیو او حکومتي ځواکونو بمبار کړی، د دغه بمبار په ترڅ کې یې د میرمنو او کوچنیانو په ګډون اووه لس تنه ملکي وګړي شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان کړي دي.

۱۶ـــ د جنوري په ۲۶مه ګډو ځواکونود ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په پای ناوه سیمه چاپه وهلې، اته تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي، شپږ یې بندیان کړي، یو مسجد او څو کورونه یې ویجاړ او تر شل زیات د ملکي وګړو نقلیه وسایط یې وسوځول.

۱۷ـــ د جنوري په ۳۱مه د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ د هفتادر په سیمه کې بهرنیو او داخلي عسکرو چاپه ووهله ، د کورونو دروازې یې ماتې ، یو ملا امام او څلور شاګردان یې شهیدان او دوولس تنه نور ملکي وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره بندیان کړل.

۱۸ـــ د جنوري په ۳۱مه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د چرخکیانو مانده د دوبندي په سیمه کې بهرنیانو په ډرون حمله کې پنځه تنه ولسي وګړي چې په یوه موټر کې سپاره وو، شهیدان کړل.

د نړیوالو مسؤلیت:

یاد بشر ضد جنایات چې د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو کمیسیون یې له ځان سره د هرې پیښې په اړه مستند ارقام لري په داسې حال کې د امریکایي او داخلي ځواکونو لخوا تر سره کیږي چې په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع کمیټې په شمول په لسګونو نور بشري بنسټونه شتون لري.

امریکايي ځواکونه چې افغانستان ته د امن او سولې د ټینګښت په پلمه راغلي، دلته همدا بشر ضد جنایات په داسې لا پروايي تر سره کوي لکه په نړۍ کې چې د بشري حقونو د دفاع په نوم نه کوم سازمان وي او نه هم د جنګي جنایتونو په نوم کومه نړیواله کمیټه.

اسلامي امارت حق لري ترڅو له ملګرو ملتونو څخه چې همدا ځواکونه د دوئ په دستور افغانستان ته راغلي  دا وپوښتي چې ایا د بهرنیو ځواکونو په لاس همدا افغان وژنه ستاسي په قاموس کې د امنیت تأمین بلل کیږي؟

ایا د ولسي خلګو، معصومو ماشومانو ، میرمنو وژل او د مذهبي مراکزو، ښونځيو او روغتونونو بمبارول ستاسي له نظره بشري جنایت نه دي؟

ایا ولسي افغانان ستاسي په نظر بشر نه دي او که د بشري حقوقو په دفاع کمیټه کې د افغانانو په اړه کومه ځانګړې استثناء شته چې امریکايي ځواکونه یې په وژلو ، بندیانولو او کورونو سوځولو نه محاکمه کیږي ؟

آخر بشري وجدان او انساني عاطفه چېرته ده چې د امریکايي ځواکونو د دې بوږنوونکو جنایاتو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي؟

د اسلامي کانفراس نړیوال سازمان چې د نړۍ د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع په غرض تشکیل شوی ولي یې په افغانستان کې د امریکایانو له لاسه په افغان عامه وژنه او مذهبي مراکزو تخریبولو خاموشي غوره کړې؟

ایا افغانستان د دې سازمان غړی نه دی او دلته د بهرنیانو په لاس وژل شوي مظلوم افغانان د اسلامي ټولني برخه نه دي؟

تاسو یې باید پر دغه مظلومیت ځان خبر کړي او د هغوی د مظلومیت آواز د نړیوالو ترغوږو ورسوئ.

د اسلامي امارت غوښتنه:

اسلامي امارت له اسلامي کانفرانس، ملګروملتونو، د بشري حقونو د دفاع له سازمان ، بشرضد جنایتونو له نړیوالې محکمې او بي پري رسنیو څخه غواړي چې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو او لاسپوڅي رژیم په لاس د روانو بشر ضد جنایتونو د غندلو ترڅنګ د هغوی جدي مخنیوی وکړي او عاملین یې د بشري جنایاتو د محکمې له لارې تر نړیوال قضايي تعقیب لاندې ونیسي .

که یاد سازمانونه نورهم د امریکایانو په لاس په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په وړاندې همداسې خاموشي غوره کړي دا به سخت زړو قاتلینو ته نور هم د افغانانو د وژلو، بندیانولو او د هغوي د کورونو د ورانولو جرئت ورکړي.

هیله ده  په دغه لیک کې ټول یاد شوي بشري جهتونه د بشري عاطفې له مخې په دې اړه خپل مسؤلیت درک او د مظلومو افغانانو له عام وژنې څخه د قاتلو امریکایانو او د هغوی د داخلي مجرموملاتړو لاس ونیسي .

د افغانستان اسلامي امارت

۲۲/۱۴۴۰هـ ق

۸/۱۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/27م