د مذاکراتو د آوازو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

ټولو ته واضحه ده چې د افغانستان اسلامي امارت نه دا چې د امن او سولې غوښتونکی دی، بلکې د امن او آرامۍ په موخه را پورته شوی، چې په دې ترڅ کې يې خپل ولس د نارامیو، ګډوډیو او هېواد یې له تجزیې څخه ژغورلی، د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په اختریزو پیغامونو […]

ټولو ته واضحه ده چې د افغانستان اسلامي امارت نه دا چې د امن او سولې غوښتونکی دی، بلکې د امن او آرامۍ په موخه را پورته شوی، چې په دې ترڅ کې يې خپل ولس د نارامیو، ګډوډیو او هېواد یې له تجزیې څخه ژغورلی، د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په اختریزو پیغامونو کې تکرارا دا خبره شوې چې د هېواد خپلواکي، د اشغال خاتمه، د ټولو افغانانو په ګډون د اسلامي نظام قیام او د ولس سوکالي د اسلامي امارت اساسي اهداف دي.

ددې اهدافو د حصول لپاره اسلامي امارت د خپل مؤمن او مجاهد ولس په مټ له نظامي او سیاسي لارو څخه هلې ځلې کړې دي او په راتونکې کې به یې هم کوي، د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره اړیکې، سفرونه،  ملاقاتونه ،په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت ګډون او په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر پرانیستل، چې د سولې د مخالفو جهتونو له لوري یې مخالفت هم وشو، ددې لپاره ښکاره دلیل دی.

  په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د قضیې اړوند د نویو تحولاتو او دکابل اداري سره دمذاکراتوپه اړه په رسنیو کې ځینې راپورنه خپرېږي، دا د نوموړو رسنیو خپل تحلیل او خپل اټکلونه دي، مونږ په تکرار سره اعلان کړی چې هر هغه راپور او خبر چې د اسلامي امارت له مسئولو او رسمي منابعو څخه خپور یا تصدیق شوی نه وي، حقیقت او اعتبار نه لري.

 باید ووایو که اسلامي امارت د خپلو ملي او اسلامي منافعو او پورتنیو اهدافو ته د رسېدو لپاره کوم ګام اخلي د خپلو رسمي منابعو څخه به یې خپل ګران ولس او نړۍ ته اعلانوي.

دافغانستان اسلامي امارت

۴/۵/۱۴۳۶هـ ق

۴/۱۲/۱۳۹۳هـ ش ـــ 2015/2/23م