د غاصبو اسرائیلیانو لخوا په الاقصی مسجد د ظالمانه برید په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

۱۴۰۲ د وري ۲۱ څو ورځې وړاندې د غاصبو اسرائیلي عسکرو لخوا د بیت المقدس په الاقصی جومات کې په مسلمانو لمونځ کوونکو ډزې وشوې چې له امله يې له سلو ډېر فلسطیني لمونځ کوونکي ټپيان او د څلور سوو په شاوخوا کې ونیول شول. اسلامي امارت دغه وحشیانه برید په تر ټولو کلکو ټکو […]

۱۴۰۲ د وري ۲۱
څو ورځې وړاندې د غاصبو اسرائیلي عسکرو لخوا د بیت المقدس په الاقصی جومات کې په مسلمانو لمونځ کوونکو ډزې وشوې چې له امله يې له سلو ډېر فلسطیني لمونځ کوونکي ټپيان او د څلور سوو په شاوخوا کې ونیول شول.
اسلامي امارت دغه وحشیانه برید په تر ټولو کلکو ټکو غندي او بشري ضد جنایت يې بولي. په مقدسه اماکنو او بې دفاع خلکو برید او له هغوی سره تاوتریخوالی د نړیوالو اصولو خلاف او د غاصبو اسرائیلیانو لخوا یو ظالمانه عمل دی. د دغه راز جنایاتو ترسره کول څرګندوي چې هلته مسلمانان له څومره سختو شرائطو او اسرائیلي ظلمونو سره مخ دي.
اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې دغه جنایت غندي، په مسلمانانو هم غږ کوي چې د مظلومو فلسطینیانو له حقوقو او داعيې څخه ملاتړ وکړي او پرېنږدې چې هغوی له دا ډول ظلمونو سره مخ شي. د اسرائیلو لخوا دغه ډول بشر ضد کړنې او د مقدسه اماکنو بې حرمتي له اسلامي او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتوته سپکاوی دی. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۹/۹/۱۴۴۴هـ ق
۲۱/۱/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۴/۱۰ م