د عربي متحده اماراتو په ناسته کې د کابل ادارې له کسانو سره هیڅ لیده کاته نه کیږي

څرنګه چې اسلامي امارت مخکې اعلان کړې وه، نن په عربي متحده اماراتو کې له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت د استازو له خوا غونډه روانه ده. په دغه غونډه کې له امریکایي لوري سره د افغانستان د اشغال د خاتمې په مسئله خبرې کړې. په ناسته کې د سعودي عربستان او ځینو نورو […]

څرنګه چې اسلامي امارت مخکې اعلان کړې وه، نن په عربي متحده اماراتو کې له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت د استازو له خوا غونډه روانه ده.
په دغه غونډه کې له امریکایي لوري سره د افغانستان د اشغال د خاتمې په مسئله خبرې کړې.
په ناسته کې د سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو استازي هم برخه لري.
دا چې د کابل ادارې د یو شمیر رسنیو له لارې ادعا کړې چې په دغه ناسته کې به د دوی استازي هم د اسلامي امارت له استازو سره لیدنه وکړي حقیقت نه لري، موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، د کابل ادارې له کسانو سره د لیدو کتو هیڅ پلان نشته او نه هم په هغه غونډه کې د کابل ادارې استازي ګډون لري چې د اسلامي امارت استازي په کې وجود ولري، په دې اړه چې کوم شائعات اوریدل کیږي، تش پروپاګند دی، هیوادوال دې هیڅ اعتنا نه ورته کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۴/۱۴۴۰ هـ ق
۲۶/۱۱ ۱۳۹۷ هـ ش 2018/12/17 م