د ثور د اوم او اتم  ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اومه  نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هیواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شو. دغو بیګانه پرستو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې  په جنایتونو لاس پورې کړ،  خو […]

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اومه  نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هیواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شو.

دغو بیګانه پرستو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې  په جنایتونو لاس پورې کړ،  خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت  د کمونستي فکر او د هغوی د عمالو په وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله  روانه وه.

د دې سختې او درنې  مبارزې  په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت  هم ډير درانه تلفات و ګالل، نژدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلینونه نور له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ شول، چې بالاخره وروسته له  څوارلسو کالو د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هیواد کې  ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره  او هیواد په بشپړه توګه ازاد کړي.

د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیونتیجه ورکړه او زموږ اولس او هیواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ثور د ۷  کودتا او توره ورځ غندي، د ثور د ۸  ورځ لمانځي او د هیواد د آزادۍ ورځ يې بولي.

داچې زموږ هیواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام قائم شوی؛ نو  اسلامي امارت به هم  نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت  د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نشي او په هیواد کې د شهیدانو آرمان  اسلامي نظام  په بشپړه توګه نافذ شي.

اسلامي امارت به  هڅه وکړي چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه مساعده کړي .والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۸/۱۰/۱۴۴۴هـ ق

۸/۲/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۴/۲۸م