د امریکا د دفاع وزیر د خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د (میلېټري ټایمز) په نامه یوه غربي خپرونه د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس له خولې ليکې چې امریکا دافغانستان قضیه حل کول غواړي خو له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو تکل نه لري. مټيس دغه خبرې د رینګن په ملي دفاعي بنسټ کې کړې دي. اسلامي امارت د امریکا دفاع […]

د (میلېټري ټایمز) په نامه یوه غربي خپرونه د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس له خولې ليکې چې امریکا دافغانستان قضیه حل کول غواړي خو له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو تکل نه لري.
مټيس دغه خبرې د رینګن په ملي دفاعي بنسټ کې کړې دي.
اسلامي امارت د امریکا دفاع وزیر مټيس او نورو چارواکوته ور په زړه کوي چې افغان مسلمان او غیرتي اولس کلک مصمم دی چې امریکايي اشغالګر ځواکونه به په دې مجبوروي چې له افغانستانه ووزي.
داچې اسلامي امارت د سیاسي لارو څخه هم د امریکايي اشغالګرو د ایستلو لپاره هلې ځلې کوي، دا په دې معنا نه ده چې ګواکې په نظامي برخه کې به امریکايي اشغالګروته څه نه ويل کیږي او یابه له افغانستان څخه وتل او نه وتل د امریکايي جنرالانو انتخاب وي!!؟
اسلامي امارت امریکاته فرصت ورکړی، که له سیاسي بې مصرفه لارې څخه غواړي چې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي او خپلې مشروع انديښنې رفع کړي موږ دا موقع ورکوو او که چیرې امریکايي چارواکې او جنرالان په دې فکر وي چې اشغالګر ځواکونه به يې په افغانستان کې میشت وي او دوی به دلته په آرام سره ژوند کولو ته پريښودل کیږي؛ نویوځل بیا دې په خپلو خبرو له سره فکر وکړي.
موږ د جهاد له لارې نه ستړي کیږو او نه مایوسه کیږو،د اسلامي امارت مجاهدین به د وروستي امریکايي اشغالګر عسکر تر وتلو پورې خپلې مسلحانه مبارزې اوجهاد ته دوام ورکوي.
د امریکا د پوځي چارواکو لویه تیروتنه دا ده چې د تعقل او منطق لاره نه خپلوي، تل له سر زوري او سر ټمبګي څخه کار اخلي او زور هر ځاي نتیجه نه ورکوي. افغان مجاهد ملت حق لري چې په هره ممکنه لار وي اشغالګر له خپل هیواده وباسي، او په تیرو سلو کالونو کې دوه ځله مخکې هم اشغالګر(انګریزان او شوروي اتحاد) له افغانستانه په وتلو مجبور شوي، امریکایان باید زموږ تاریخ ولولي او عبرت ترې واخلي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۳/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/2م