پوهنتونونو کې د درسي بهیر د بیا پیلیدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو د ادارې اعلامیه

الحمدلله الذى أعز العلم فى الاعصار وأعلى حزبه فى الامصار والصلاة على رسوله المختص بهذا الفضل العظيم وعلى آله وصحبه أجمعين. د پوهنتونونو استاذانو، علمي شخصیتونو او ګرانو محصلينو! د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو اداره تاسې ټولو ښاغلو ته د درسي بهیر د بیا پیلیدو په مناسبت مبارکي وایي؛ او هيله لري، […]

الحمدلله الذى أعز العلم فى الاعصار وأعلى حزبه فى الامصار والصلاة على رسوله المختص بهذا الفضل العظيم وعلى آله وصحبه أجمعين.

د پوهنتونونو استاذانو، علمي شخصیتونو او ګرانو محصلينو!
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو اداره تاسې ټولو ښاغلو ته د درسي بهیر د بیا پیلیدو په مناسبت مبارکي وایي؛ او هيله لري، چې د کرونا ناروغۍ د خپریدو له امله تېره اوږده رخصتي مو د الله تعالی په عبادت، درس او تدريس، د والدينو او د الله تعالی د بنده ګانو په خدمت کې تېره کړې وي.

ګرانو محصلينو! تاسې پوهیږئ، چې د علم او پوهنې له لاسته راوړلو پرته د وران ویجاړ هېواد بیا رغونه او روښانه راتلونکی شونی نه دی، زمونږ مجاهد او شهيدپال ملت هغو ځوانانو ته سترګې په لار دی، چې په ديني مدارسو، پوهنتونونو او همدارنګه د لوړو زده کړو په نورو موسسو کې په زده کړو او تحصیل بوخت دي، دا چې دښمن مو نه غواړي په نږدې راتلونکي کې افغانان د یو آزاد، ښیرازه او سمسور ټاټوبي درلودونکي شي، نو په خپل ټول ځواک سره کوښښ کوي تر څو له علمي کاروانه زمونږ ځوان نسل بې برخې؛ او بې لارې کړي، ددې موخې د تر لاسه کولو لپاره له یوې خوا هڅه کوي، تر څو په ديني مدارسو او نورو تحصيلي مراکزو کې د حقيقي زده کړو او تحصيل پر ځای، په زده کړو بوخت محصلين بې لاریو، فحشا او بې دينۍ  ته سوق کړي، او له بلې خوا بهرني یرغلګر او د هغوی داخلي نوکران د بیلا بیلو بهانو په جوړولو او بې ځایه تهمتونو په لګولو سره زمونږ تعلیمی موسسات د وحشیانه او ړندو هوایي بریدونو او  شپنیو عملیاتو په تر سره کولو، ورانیو او شهیدانولو سره زمونږ تعلیمیي او تحصیلي پروسه تدریجاً ټکنۍ کړي.

په دې باب د یادونې وړده چې ددښمن دغه وحشي کړنې ان شاءالله که خدای کول لنډمهاله دي،   له دې امله ګران محصلين دې د اوس لپاره د یو څه زغم په درلودلو سره باید ددښمن دغه وحشیانه کړنې له پامه وغورځوي، او خپله ټوله توجه دې په خپل یوازني هدف چې د علم او پوهنی له لاسته راوړلو څخه عبارت دی راوڅرخوي، خپل تحصيلي چاپېریال ته اسلامي او افغاني بڼه ورکړي؛ او د دښمن دغه روانه فکري او رواني جګره له ماتې سره مخامخ کړي.

ښاغلو استاذانو او علمي شخصیتونو! د ځمکې د خلیفه په حیث دبشریت په تاریخ کې د یو چا لپاره تر ټولو خورا درنه او بې سارې دنده له یو عادي بشر څخه د یو معمار او خدمتګار له جوړولو څخه عبارت ده. ستاسو علمي او تربیتي وړتیا ته په کتلو سره لوی خدای دغه بې ساري امانت ستاسو په اوږو کیښود؛ او د مظلوم افغان ولس یوازینۍ لویه پانګه او امانت چې محصلین دي، درو سپارله. په دې اړه د محصلینو د کورنیو اوعام افغان ولس هیله داده چې د علمي او مسلکي اړخ سربیره باید دغه تنکی ځوان نسل په یوې سوچه اسلامي او ملي روحیه وروزل شي، تر څو  په راتلونکي کې په رښتینې توګه د خپل سپېڅلي دين، ګران هېواد او مظلوم ملت دخدمت مصدر وګرځي.

دا چې اوس مهال د لوی خدای په فضل او د افغانانو د بې ساري سرښندنو او پاکو وینو د نذرانې له برکته مو دښمن په نظامي ډګر کې له شرمیدلې ماتې سره مخ دی، په علمي او معنوي ډګر کې هم باید له همداسې یو برخلیک سره مخ شي، په ښوونیز او روزنیز ډګر کې د خپل دين او وطن له نواميسو او ارزښتونو ددفاع مورچل توده وساتل شي، ترڅو مو ګران هیواد د تل لپاره په ځان بسيا شي.

په پای کې د عالي تحصيلاتو اداره ستاسې د ټولو معنوي او علمي خدمتونو ستاینه او شکر  کوي، په دې اړه د پوره مرستې او همکارۍ ژمنه کوي، او د لایزال رب جل جلاله له سپېڅلي دربار څخه درته د لازیاتو خدمتونو توفیق غواړي.
ستاسې د بریا په هيله!
والسلام
د عالي تحصیلاتو اداره
۲۹ / رجب المرجب / ۱۴۴۲ هجري قمري – ۲۳ / حوت / ۱۳۹۹ هجري لمريز