نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ولایتي مسئولینو په هڅو او هاند د کندوز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کابل رژیم له لوري تړل شوي ښوونځي بیرته پراینستل شول او زده کوونکي یې کولای شي په ډاډه زړه خپلو ښوونځیو ته لاړ شي. د کندوز ولایت په مرکز او خواو شا ولسوالیو کې له تیرو څو میاشتو راهیسې […]
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ولایتي مسئولینو په هڅو او هاند د کندوز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کابل رژیم له لوري تړل شوي ښوونځي بیرته پراینستل شول او زده کوونکي یې کولای شي په ډاډه زړه خپلو ښوونځیو ته لاړ شي.
د کندوز ولایت په مرکز او خواو شا ولسوالیو کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د ګوډاګي رژيم چارواکو لخوا د ښوونځیو او لیسو مدیرانو، ښوونکو او کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکولو په شمول یو لړ ستونزې جوړې شوې وې، چې له امله یې لسګونه ښوونځي او لیسې د سقوط له ګواښ سره مخ او ښوونیز بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی و.
خو په کندوز ولایت کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د دغې ستونزې د هواري لپاره د هغې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې جدي هلې ځلې پیل کړې وې، تر څو یې د الله په نصرت او د کندوز د درنو قومي مشرانو په همکاري او همغږۍ سره بالاخره نن یادو ستونزو ته د پای ټکی کیښود او د کندوز ولایت تول تړل شوي ښوونځي له سره پرانیستل شول.
لهذا د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصلاتو کمیسیون او په کندوز کې د اسلامي امارت اړوند مربوط پوځي او امنیتي چارواکي د کندوز ولایت د تعلیمي مراکزو ټولو ښوونکو، زده کوونکو او د هغوی درنو کورنیو ته د پوره ډاډ په ورکولو سره خبر ورکوي، چې هغوی دې سر له نن څخه ښوونځیو او ټولو تعلیمي مراکزو ته د خپلو درسونو او ښوونیزو فعالیتونو تر سره کولو لپار مراجعه وکړي، د اسلامي امارت د تعلیمي چارو مسؤلین په کندوز او د هیواد په نورو ولایتونو کې تل د دې هڅه کوي چې د هیوادوالو لپاره په تعلیمي برخه کې ټولې ممکنه آسانتیاوې برابرې کړې.
د کندوز په شمول په ټول هیواد کې د اسلامي امارت تر واک لاندې ساحه کې چا ته د دې اجازه نه ورکول کیږي چې د هیوادوالو د تعلیمي بهیر لپاره په مزاحمت ایجادولو سره د هغه ممانعت وکړي.
والسلام
د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون
۷/۸/۱۴۳۹هـ ق
۳/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/23م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.