نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
بسم الله الرحمن الرحیم ۱. په کابل کې د علماء کرامو او متنفذینو ولسي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د کوشش او قربانیو ثمره بولي او ملاتړ یې د ټولو شرعي او ملي وجيبه بولي؛ ۲. علماء کرام او مخور پر امارت غږ کوي چې نړۍ سره په تعامل کې د […]
بسم الله الرحمن الرحیم
۱. په کابل کې د علماء کرامو او متنفذینو ولسي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د کوشش او قربانیو ثمره بولي او ملاتړ یې د ټولو شرعي او ملي وجيبه بولي؛ ۲. علماء کرام او مخور پر امارت غږ کوي چې نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او د افغانستان د حيثيت، ملي مصالحو او د عصر د غوښتنو په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې څخه کار واخلي او له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کوي چې د افغانستان حاکم نظام او ځمکنيو واقعیتونو سره معقول او مسئولانه چلن او تعامل وکړي ترڅو د دواړو لوريو ترمنځ د لازم تفاهم او بشپړ رسمي تعامل زمينه برابره شي؛ ۳. اسلامي امارت دې، د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکي نوري هم پیاوړي کړي، تر څو د هیواد په صادراتو او وارداتو کې سهولتونه زیات شي او افغاني محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا شي؛ ۴. د غونډې ګډونوال د هېواد په ټولو تجارانو او سرمایه دارانو غږ کوي، چې په هېواد کې پانګونه زیاته کړي او هېوادوالو ته د کار بوختیاوې برابرې کړي؛ ۵. علماء او مخور له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په هېواد کې د پانګونې، معدنیاتو او په ښارونو کې د تعمیراتو د جوړولو په اړه په قوانینو او حکومتولۍ کې سهولت زیات کړي او خنډونه له منځه یوسي ترڅو پروسې چټکې او ساده شي او هم د کار فرصتونه زیات شي؛ ۶. د غونډې ګډونوال په هېواد کې د دیني او معاصرو علومو پر ضرورت او د تعلیمي او روزنیزو بنسټونو په پیاوړتیا ټینګار کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د اسلامي ارزښتونو او د افغاني ټولنې د دودونو په پام کې نیولو سره په دې برخه کي رغنده اقدامات وکړي؛ ۷. علماء کرام او د غونډې ګډونوال د نشه يي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د ګدایانو ستونزو ته رسیدگي او هغه ناوړه دودونو چې د جامعې د گمراهي سبب گرځېدل د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مدبرانه او مشفقانه کړنو ستاینه کوي او په ټولنه کې د اصلاحي پروګرامونو په تدریجي او نرم ډول د تطبیق په برخه کې له امارت څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي؛ ۸. د غونډې ګډونوال پر ټولو ملکي او نظامي امارتي ادارو غږ کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن پارتې شي او پرېنږدي چې څوک امارت بدنام، ولس ازار او بیت المال ته زیان واړوي؛ ۹٫ د غونډې ګډونوال په هېواد کې د سرتاسري امنیت او ثبات څخه خوښي څرګندوي او پر امنيتي او دفاعي ادارو غږ کوي چې د هېواد د امنیت د تامین او د سرحدونو د ساتنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه همداسې جدي ولري او اجازه ورنه کړي چې راغلی امنيت او ثبات د فتنهګرو او ورانکارو ډلو لخوا وننګول شي؛ ۱۰٫ د غونډې ګډونوال له نړيوالې ټولنې څخه جدي غوښتنه کوي چې له موجوده حکومت سره لازمې مالي مرستې وکړي او د بانکي بنديزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په برخه کې دې چټک ګامونه واخلي. ۱۱. مونږ د غونډې ګډونوال د اسلامي امارت له ټولو مسئولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د عاليقدر امیر المومنین حفظه الله ټول حکمونه او فرامین په اړوندو برخو کې عملي کړي او سرغړونکو سره جدي چلند وکړي. ۱۲. مونږ د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د اسلامي امارت له مشرتابه د عاليقدر امیر المومنین حفظه الله سره د خپل بیعت تجدید کوو، همدغه شان مونږ د کابل ولایت مرکز او ولسوالیو ټول ولسونه د اسلامي امارت حمایت او ملاتړ اعلانوو.
والسلام په کابل کې د علماء کرامو او متنفذینو ولسي غونډه
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.