نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دا وروستیو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ادارې د جنګ غوښتونکي دریځ په غبرګون کې خپل عملیات په ولایتي مراکزو باندې هم پیل کړل. سره له دې چې تر اوسه ۹ ولایتونه په بشپړ ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه شوي؛ خو په دې ټولو ولایتونو کې د ملکي خلکو له […]
په دا وروستیو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ادارې د جنګ غوښتونکي دریځ په غبرګون کې خپل عملیات په ولایتي مراکزو باندې هم پیل کړل. سره له دې چې تر اوسه ۹ ولایتونه په بشپړ ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه شوي؛ خو په دې ټولو ولایتونو کې د ملکي خلکو له سر او مال سره جدي احتیاط شوی او زموږ په بریدونو او عملیاتو کې هيڅ ملکي زیانونه اوتلفات نه دي پیښ شوي. همدا ډول اسلامي امارت بیا بیا ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې حتی که د کابل ادارې د لوړپوړو چارواکو کورنۍ وي هم زموږ لخوا ورته خطر نشته، په خپلو ځایونو دې اوسي او نه دې بې ځایه کیږي. خو وینو چې بیا هم له ځینو ولایتونو څخه یو شمیر خلک د بې ځایه پروپاګند او واهمې له امله له خپلو کورونو وتلي، کابل او نورو سیمو ته کډوال شوي دي. همداراز سور صلیب، یونیسیف او نورې ادارې هم په جګړه کې د عامو تلفاتو خورا لوړ ارقام اعلانوي چې د ښاریانو د وارخطایي سبب ګرځي. اسلامي امارت یوځل بیا په صراحت سره اعلانوي چې زموږ لخوا د هیچا کور او کورنۍ ته کوم تهدید متوجه نه دی، د کابل رژیم نظامي او ملکي کارمندان او د هغوی د کورنیو په ګډون هيڅوک دې خپل کورونه نه پریږدې، زموږ مجاهدین يې د کور، ځان، مال او عزت ساتنه کوي. همدا راز د سور صلیب او نورو ادارو د راپورونو په اړه وایو چې اسلامي امارت په هیڅ ځای کې ملکي خلک او کورونه نه دي په نښه کړي. بلکې خپل عملیات یې په فوق العاده دقت او احتیاط پر مخ بیولي. بالمقابل د کابل ادارې او د هغوی بهرنیو حامیانو په ځینو ښارونو کې ړندې بمبارۍ کړي دي. مساجد، روغتونونه، مکاتب، مارکیټونه او د ځینو خلکو کورونه یې بمبار کړي، چې ورسره ملکي تلفات پیښ شوي دي. د دې تلفاتو او عاموژنو د مخنیوي لپاره باید د کابل ادارې په چارواکو او د هغوی په بهرنیو حامیانو غږ وشي، چې له بمباریو لاس واخلي. ځکه بمبارونه په ښاري تاکتیکي جګړو کې هیڅ اثر نه لري، یوازې عامو خلکو ته تلفات رسوي. د دې لپاره چې د وروستیو ملکي تلفاتو او کډوالۍ عوامل معلوم شي موږ پيشنهاد کوو چې د ملګرو ملتونو، نړوالو بشري ادارو، سورصلیب او نورو بې طرفه جهتونو په ترکیب کې دې یو هیئت جوړ شي د اسلامي امارت استازي به هم ورسره وي او په هیواد کې دي د وروستیو متضررینو په اړه بې پرې او آزاده پلټنه وکړي، ترڅو معلومه شي چې خلک د مجاهدینو له خوا متضرر شوي او که د کابل ادارې او بهرنیو ملاتړو د بمبارونو له امله شهیدان او زخمیان شوي او خپل کورونه یې پرې ایښي دي. اسلامي امارت د جنګ په جریان کې د عامه خلکو، تأسیساتو او ملکي ځایونو خوندیتوب ته ډير جدي متوجه دی او په دې اړه يې خپل ټول توان کارولی دی، نو بناء خلک دې له مجاهدینو هیڅ د خطر احساس نه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت ۲/۱/۱۴۴۳هـ ق ۲/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۸/۱۱م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.