نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
بسم الله الرحمن الرحیم د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې یې د جګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي […]
بسم الله الرحمن الرحیم د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې یې د جګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي. هیله ده د واک د لېږد بهیر په داسې ډول پرمخ ولاړشي چې په پایله کې یې د سوریې د ټول ولس له ارمانونو سره سم د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي، چې له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې د تګلارې له خپلولو سره د سوریې ټول ولس راټول کړي او د نړۍ له هیوادونو سره د یوه داسې مثبت سیاست په غوره کولو سره پرمخ ولاړ شي چې سوریه د بهرنیو لوریو د منفي سیالیو له ګواښ څخه وژغوري او د میلیونونو مهاجرینو د راستنېدو زمینه برابره شي. همداراز د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنیو لوریو غواړي، چې په خپل منځ کې او هم له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکاریو سیاست غوره کړي، ترڅو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور مزل پیل کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.