نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هيواد په محابسو کي مظلوم بنديان له بېلابېلو سختو کړاوونو او ستونزو سره مخامخ دي چي روغتيايي ستونزي يې ډېري ځوروونکي دي، بنديان په اکثرو محابسو په ځانګړي ډول په بګرام او پلچرخي زندانونو کي په مختلفو مزمنو ناروغيو اخته دي خو د دوی د معاينې، علاج او پالني لپاره د اړتيا وړ اسانتياوي […]
د هيواد په محابسو کي مظلوم بنديان له بېلابېلو سختو کړاوونو او ستونزو سره مخامخ دي چي روغتيايي ستونزي يې ډېري ځوروونکي دي، بنديان په اکثرو محابسو په ځانګړي ډول په بګرام او پلچرخي زندانونو کي په مختلفو مزمنو ناروغيو اخته دي خو د دوی د معاينې، علاج او پالني لپاره د اړتيا وړ اسانتياوي نشته، د محابسو په داخل کي تش په نامه کلينکونه موجود دي چي د عادي او ابتدايي ناروغيو درملنه په سختۍ پکښي کول کېږي، د سختو ناروغانو لکه د سرطان، زړه، پښتورګو، اعصابو، تورژړي او يا د هغو ناروغانو لپاره چي جراحي عملياتو ته ضرورت لري په محابسو کي هيڅ ډول اسانتياوي نشته، دغه ډول ناروغان په ترټولو وخيم حالت کي هم د محابسو څخه د باندي د تدواۍ ډېر کم چانس تر لاسه کوي ځکه د محابسو د چارواکو لخوا باندني روغتون ته د بندي د انتقال په برخه کي ګڼ خنډونه موجود دي.
د مظلومو ناروغو بنديانو لپاره دغه ډول سخت شرايط د دې سبب شوي چي ناروغۍ يې لا پسي سختي شي او بالآخره ژوند له لاسه ورکړي. په تېرو دوو مياشتو کي درې تنه ناروغ بنديان چي کلونه يې په زندان کي تېر کړي وو او له سختو ناروغيو کړېدل په بګرام او پلچرخي زندانونو کي وفات شويدي، نوموړي بنديان چي معلومات يې په لاندي ډول وړاندي کېږي له اوږده مهاله له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان وو خو تداوۍ ته يې نه د زندان چارواکو او نه هم نړيوالو بشري-روغتيايي ادارو پاملرنه وکړه.
لومړی بندي: عبدالرؤف د ګلستان زوی د فراه ولايت اوسېدونکی وو، نوموړي شاوخوا پنځه کاله د فراه، پلچرخي او بګرام په زندانونو کي تېر کړل او د بند په اکثره موده کي سخت ناروغ وو، له نوموړي سره د ده د سختي ناروغۍ سربېره د زندان چارواکو هيڅ ډول صحي مرسته ونکړه چي بالآخره تېره مياشت د مارچ پر ۳ نېټه په بګرام زندان کي وفات شو.
دوهم بندي: عبدالقيوم د خشکيار زوی د فراه ولايت اوسېدونکی وو، ده شاوخوا اووه کاله په زندان کي تېر کړل او د رواني اپريل مياشتي په لومړيو کي يې ناروغي سخته شوه، که څه هم دی د پلچرخي زندان په سرطبابت کي بستر شو خو د لازمي تداوۍ د نشتون له امله يې ناروغۍ نوره هم سخته شوه چي بالآخره يې د اپريل پر ۱۳ نېټه روح خپل مالک ته وسپاره او وفات شو.
دريم بندي: جمعه خان د کلبای زار زوی د بلخ ولايت اوسېدونکی وو، نوموړي تقريباً لس کاله د مزارشريف او پلچرخي په زندانونو کي بند تېر کړ، تېره ورځ ناڅاپه د معدې سخت درد ورته پيدا شو او له څو ځلي استفراق وروسته بېهوښه شو، د بېهوښۍ په حالت کي د پلچرخي زندان سرطبابت ته پر لاره وو چي وفات شو، که څه هم نوموړی بندي د نيول کېدو او بيا اعتراف اخيستلو پر وخت سخت شکنجه او وهل شوی وو او بيا تر کلونو د دغو شکنجو او وهلو په سبب ناروغ وو خو د وفات څخه مخکي نژدې ورځو کي يې کومه ښکاره ناروغي نه درلوده.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او نړيوالو بشري ادارو ږغ کوي چي د انسانيت تر ټولو مظلومو او محتاجو کسانو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کي خپل اسلامي او بشري مسئوليت اداء کړي او پرېنږدي چي دغه مظلوم ناروغ بنديان له خپلو حقه حقوقو بې برخي کړل شي او د نورو لومړنيو انساني حقوقو په شان يې د تداوۍ حق هم سلب کړل شي. والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۸/۸/۱۴۳۹هـ ق ۴/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/24م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.