په دا وروستیو کې د دښمن د جعلي هڅو او پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

وروسته له هغه چې د هیواد په لر او بر کې مزدور دښمن له شرمونکي ماتې او رسوايي سره مخ شو، زرګونه عسکرو يې شا ورواړوله او د اسلامي امارت غیږې ته راغلل او نیږدې دوه سوه ولسوالۍ د دښمن له شوم شتون څخه پاکې شوې، اوس دښمن د اسلامي امارت په وړاندې په پروپاګند، […]

وروسته له هغه چې د هیواد په لر او بر کې مزدور دښمن له شرمونکي ماتې او رسوايي سره مخ شو، زرګونه عسکرو يې شا ورواړوله او د اسلامي امارت غیږې ته راغلل او نیږدې دوه سوه ولسوالۍ د دښمن له شوم شتون څخه پاکې شوې، اوس دښمن د اسلامي امارت په وړاندې په پروپاګند، جعلي هڅو او ناکامو حربو لاس پورې کړی چې په اړه يې لاندې وضاحت کوو.
ــ په دا وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې جعلي اسناد، جعلي ابلاغيې، خبردارۍ او بیلابیلې ورقې خپریږي حتی په ځینو سیمو کې د اوراقو په ډول شیندل کیږي چې په خلکو باندې مقررات وضع کوي، خلکوته اخطارونه ورکوي، د ښځو په اړه قوانين پکې مطرح کیږي، د خلکو د ژوند په اړه، د ږیرو په اړه د خلکو د ګرځيدو را ګرځیدو په اړه او حتی د خلکو د انجونو د ودولو او یا نورو مسائلو په اړه بې اساسه ادعاوې پکې خپریږي.
ــ همدا ډول یوشمیر جعلي ويډيوګانې، یا د څو کلونو پخوانۍ ویډیويي صحنې، چې اکثره په کې د داعشي ملیشو اعمال منعکس شوي، هغه هم لاس په لاس کیږي او داسې وانمود کوي چې ګنې دا اوسنۍ دي او د اسلامي امارت مجاهدین داسې اعمال کوي.
ــ همداسې د دښمن لخوا په مفتوحه ولسوالیو کې د خلکو په وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا خدای مه کړه د بد چلند په اړه ادعاوې کیږي، پروپاګند کیږي او رسنیوته په واک کې ورکول کیږي .
ــ ورسره د دښمن لخوا هره ورځ د اسلامي امارت مجاهدینوته د سلګونو تنو په حد کې د تلفاتو اړولو بې اساسه ادعاوې کیږي، یا د مفتوحه ولسوالیو د بیرته نیولو په اړه غلط راپورونه خپریږي.
اسلامي امارت یاد ټول شیان ردوي، په هيڅ ځای کې اجازه نه ورکوي چې د خلکو په وړاندې زور زیاتی وشي، پخپل سر قوانين او مقررات په خلکو وضع شي، یا د خلکو په ژوند کې تنګي راشي، همدا ډول د ښځو او نارینه په اړه کوم بد چلند هم نه ترسره شوی اونه هم ورته اجازه شته.
یاد ټول پروپاګند د دښمن لخوا د خپلې وارخطايي د کابو کولو، د عامه ذهنیت په بله خوا اړولو او د خپلو پرلپسې ناکامیو د پټولو په موخه ترسره کیږي.
موږ له ټولو رسنیو، فعالانو او عامو ولس څخه غواړو چې د داسې پروپاګند فریب ونخوري، بلکې پخپلو مجاهدینو وروڼو باور ولري.
موږ که هرڅه نشروو هغه به زموږ له رسمي او هغو لارو وي چې دا شل کاله له رسنیو سره له هغې لارې په تماس کې یو، اضافه او له نامعلومه آدرسونه د شیانو نشرولوته دې هيڅ اعتبار نه ورکوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۲۱/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/12م