نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د هدایاتو د تطبیق په موخه او د پوهنې وزارت د هغې پالیسي پر بنسټ، چې د هېواد د بچیانو لپاره متوازن ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي، اوسمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د بچیانو د زده کړو د ستونزو د هواري لپاره، د […]
د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د هدایاتو د تطبیق په موخه او د پوهنې وزارت د هغې پالیسي پر بنسټ، چې د هېواد د بچیانو لپاره متوازن ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي، اوسمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د بچیانو د زده کړو د ستونزو د هواري لپاره، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس په مشرۍ، یوه پنځه کسیزه باصلاحیته کمېټه تشکیل شوې ده، تر څو د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د اړوندو ولایتونو په ښوونځيو، مدارسو او نورو تعلیمي مراکزو کې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړي. د پوهنې وزارت ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه راستنېدونکو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې د راستنېدونکو کورنیو ټولو هغو ماشومانو ته چې په پاکستان کې یې تر یوه ځانګړي ټولګي پورې زده کړې کړي وي، د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د دوی د تعلیمي سویې مطابق ټولګیو کې د زده کړو زمینه او په دې برخه کې هر ډول آسانتیاوې برابروي. هېواد ته راستنېدونکي کډوال دې د خپلو بچیانو د ښوونې او رزونې په هکله هېڅ ډول تشویش او اندېښنه نه کوي او په دې اړه دې پوره اطمینان او ډاډ ولري.
والسلام الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت سرپرست
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.