نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ایران اسلامي جمهوریت سره په پوله زموږ ۵۷ تنه هیوادوال چې د کار لپاره هغه هیواد ته په لاره وو، د ایراني پوله ساتو لخوا لومړی سخت ځورول شوي او وروسته ۲۳ تنه په قساوت سره شهیدان شوي دي. موږ د یادو هیوادوالو د شهادت […]
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ایران اسلامي جمهوریت سره په پوله زموږ ۵۷ تنه هیوادوال چې د کار لپاره هغه هیواد ته په لاره وو، د ایراني پوله ساتو لخوا لومړی سخت ځورول شوي او وروسته ۲۳ تنه په قساوت سره شهیدان شوي دي. موږ د یادو هیوادوالو د شهادت په اړه خپله ژوره خواشیني ښيو، او د یادې قضيې په اړه ایراني چارواکو ته خپله جدي انديښنه څرګندوو. په داسې حال کې چې زموږ هیواد تر امریکايي اشغال لاندې دی، اکثره خلک مو د فقر او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، ځينې هیوادوال مو د سختو مجبوریتونو له امله ګاونډیو هیوادونو ته د کار او روزګار لپاره د تګ هڅې کوي. په همدې اساس د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو څخه هیله کیږي چې زموږ له هیوادوالو سره د ترحم، اسلامي اخوت او د ګاونډيتوب له اصولو سره سم چلند ته توجه وکړي. افغانان له خپلو ګاونډیو سره نیک او ښه روابط غواړي، او داسې واقعات د دواړو هیوادو د ولسونو په ښو اړیکو باندې خورا بد اغیز پریباسي. اسلامي امارت د یادو هیوادوالو د وژلو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دا بوږنونکي قضیه په دقیق ډول وڅيړي عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي او په راتلونکي کې د داسې پيښو مخه ونيسي.
د افغانستان اسلامي امارت ۹/۱۰/۱۴۴۱هـ ق ۱۴/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/3م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.