نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یوسل او پنځه کاله وړاندې پر دین مینو افغان مجاهدینو د الله جل جلاله په نصرت د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د علماء کرامو په فتوی او رهبري د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهادي مبارزه وکړه او د الله جل جلاله په نصرت سره یې په مکرر ډول یرغلګر انګریزان مات او له خپلي مقدسي […]
یوسل او پنځه کاله وړاندې پر دین مینو افغان مجاهدینو د الله جل جلاله په نصرت د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د علماء کرامو په فتوی او رهبري د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهادي مبارزه وکړه او د الله جل جلاله په نصرت سره یې په مکرر ډول یرغلګر انګریزان مات او له خپلي مقدسي خاوري څخه وشړل. د انګریزي ښکیلاک په وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې جهادي مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د ښکیلاک د ماتي سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شوو او استعمار ځپلو ملکونو کې یې ښکیلاک د ماتي سره مخامخ کړ. اسلامي امارت د انکریزي ښکیلاک د ماتي د یو سلو او پنځمې کلیزې د رارسیدو له امله ټولو مجاهدو افغانانو او مسلمانانو وروڼو ته مبارکي وایې. الحمدلله چې د خپلو اسلافو په پیروي دا دی افغانان یوه پيړۍ وروسته هم د فتحي راوستلو او اشغال ختمولو روحیه لري چې اوس یې یو ځل بیا افغانستان له یو بل اشغال څخه هم خلاص کړ. زموږ د نیکونو د جهادي کارنامو برکت دی، چې زموږ خلک په امتیازي ډول خپلو دیني او افغاني ارزښتونو ته ژمن پاته دي. افغانان د قوي ایمان، زړورتوب او جهاد له برکته توانیدلی چې د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر دالله تعالی په نصرت سره د امریکا په مشري غربي یرغل هم مات کړی او دادی غیورو افغان مجاهدینو لکه د یوې پيړۍ پخوا یو وار بیا د فتحي او خلاصون د اعادې بیرغ پورته کړ. الحمدلله والمنة د افغانستان اسلامي امارت ۱۴/۲/۱۴۴۶هـ ق ۲۸/۵/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۴/۸/۱۸م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.