نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا په غزه کې د المعمداني شفاخانې بمبارول په تر ټولو کلکو ټکو غندي، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بولي.د افغانستان اسلامي امارت د ټولي نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه […]
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا په غزه کې د المعمداني شفاخانې بمبارول په تر ټولو کلکو ټکو غندي، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بولي.د افغانستان اسلامي امارت د ټولي نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې هرڅه ژر د اسرائیلو د وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنو بسنه ونه کړي. او په دې ټینګار کوي که چېرې د دې وحشت او بربریت.مخه په عاجله توګه ونه نیول شي نو کیدای شي د سیمې وضعیت لا ترینګلی شي او داسې عکس العملونو ته به لاره پرانیزي چې له کنټرول څخه وتلي او د ټولې سیمې او نړۍ په زیان به تمامه شي. د اسرایلو له وحشت څخه د ځینو هیوادو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي د دې زمینه مساعده کړې.چې صهیونستي رژیم خپلو مظالمو او وحشت ته دوام ورکړي. موږ د فلسطينيانو او هغو هيوادونو او نهادونو سره همغږي يو چې د روانې نسل وژنې عاجله مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.