نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي. […]
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي. اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي. د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي. له اسلامي هېوادونو،د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او دفلسطين دقضیې دحل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.