نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث). هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پريښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم […]
قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث).
هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پريښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم عمره ماشومانو او میرمنو سره غربي هېوادونوته د تللو تکل لري، چې بیا د مختلفو دلائلو له امله له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کیږي، لکه:
ــ د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کیدل چې د خپلوانو او عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.
ــ د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کیږي.
ــ د اوسیدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته اړ کیږي.
ــ په عوض د دې چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کیږي.
له دې امله دې والي صاحبان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي.
همدا راز دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي، چې چاته د ویرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړې توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي کړای. والسلام
د اسلامي امارت مشرتابه
۳/۵/۱۴۴۳هـ ق
۱۶/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۱۲/۷م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.