د کرونا په تړاوو د اسلامي امارت د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون اعلامیه

څرنګه چې زموږ ګران هېواد هم د نړۍ د هغو هېوادونو په لیست کې شامل دی چې د نړیوالې وبا (کورونا) د خپرېدو له امله یې خلک متاثره شوي دي، د دې ویروس د اخته سویو خلکو شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي او دغه له مخکې لا ځپل شوی ولس درملنې، پاملرنې، تداوي او عامه […]

څرنګه چې زموږ ګران هېواد هم د نړۍ د هغو هېوادونو په لیست کې شامل دی چې د نړیوالې وبا (کورونا) د خپرېدو له امله یې خلک متاثره شوي دي، د دې ویروس د اخته سویو خلکو شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي او دغه له مخکې لا ځپل شوی ولس درملنې، پاملرنې، تداوي او عامه پوهاوي ته اړتیا لري.
الحمدلله د اسلامي امارت د صحت کمیسيون هم په دې برخه کې خپل تر وسه هلې ځلې کړی دي او لا هم کوښښ کوي چې ولس ته صحې خدمات په احسنه طریقه ورسوي.
د اسلامي امارت د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون هم له ټولو مجاهدینو، د کمېسیونونو له مسؤولینو او له ټولو امارتي منسوبینو څخه په ډېر درناوي غواړي چې تر بل هر وخت زیات د خپل ولس لاس نیوی وکړي، که کوم ولسي کس ناروغ وي، د هغه په درملنه او خوندي ځای ته په رسولو کې عاجله همکاري وکړي او په ځانګړي ډول له روغتیایي کار کوونکو او کلینيکونو حفاظت او هر راز مرسته ورسره وکړي تر څو په ګډه د الله جل جلاله په فضل سره د دې وبا مخنیوی وشي او د خلکو د ژغورلو په کار کې مو فعاله ونډه اخیستي وي. والسلام۔
د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون
۲۷/۸/۱۴۴۱هـ ق
۱/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/4/20م