د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو د وخیم وضعیت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

څرنګه چې د کابل ادارې زندانونو ته د کرونا ناروغي داخله شوې او پخپله د دوی لخوا تایید شوې چې ۴۶ تنه بندیان په یاده ناروغۍ اخته شوي، اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره اندیښنه ښيي. موږ لا پخوا خبرداری ورکړی و چې د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، […]

څرنګه چې د کابل ادارې زندانونو ته د کرونا ناروغي داخله شوې او پخپله د دوی لخوا تایید شوې چې ۴۶ تنه بندیان په یاده ناروغۍ اخته شوي، اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره اندیښنه ښيي.
موږ لا پخوا خبرداری ورکړی و چې د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، تراکم زیات دی، د خوراک، څښاک او تداوي په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري، که په داسې حال کې زندان ته د کرونا ساري ناروغي هم داخله شي، وضعیت په ناورين بدلیدلای شي.
په دې برخه کي د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیما مسئولیت راجع کیږي چې که یې د شویې توافقنامې په عملي کېدو کې له جدیت څخه کار اخیستی وای اوس به د بندیانو په خلاصون برسیره نور هم ډیر پرمختګ شوی وای او بندیان به له دې خطر سره نه مخ کېدای.
د کابل ادارې چارواکو، همدا ډول د بشر د حقوقو په نامه سازمانونو او د انساني همدردۍ شعار ورکونکو ټولو یاده موضوع جدي ونه نیوله او حالات يې نهایت نازک حد ته را رسولي دي.
اسلامي امارت د خپلو بندیانو د صحت په اړه جدي انديښنه لري، له نړیوالو بیلابیلو بشري نهادونو څخه غواړي چې له یادې انساني موضوع سره صرف سلیقوي او سیاسي برخورد ونه کړي؛ بلکې په جدیت سره د انسانانو د ژوند په نجات کې خپل مسئولیت ادا کړي.
ټول جهتونه دي خبر وي چې که خدای مه کړه د اسلامي امارت بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کیږي او له سخت زړي دښمن څخه به يې انتقام اخیستل کیږي.
اسلامي امارت خپلو بندیانو ته هم سپارښتنه کوي چې په لوی الله توکل وکړي، صبر وکړي او تر ممکنه حده صحي لارښونې په پام کې ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۱/۹/۶هـ ق
۱۳۹۹/۲/۱۰هـ ش ــ 2020/4/29م