نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زموږ په ګران هېواد کې د وروستیو پرمختګونو او تحولاتو په اړه لاندې څو ټکي اعلانوو: ۱ – کومې سیمې او ولایتونه چې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راځي په حقیقت کې په ولس کې د اسلامي امارت د محبوبیت او قبولیت ښکاره نښه ده، ځکه دومره لوی او چټک پرمختګونه د زور له […]
زموږ په ګران هېواد کې د وروستیو پرمختګونو او تحولاتو په اړه لاندې څو ټکي اعلانوو: ۱ – کومې سیمې او ولایتونه چې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راځي په حقیقت کې په ولس کې د اسلامي امارت د محبوبیت او قبولیت ښکاره نښه ده، ځکه دومره لوی او چټک پرمختګونه د زور له لارې نه شي کېدای، دا په حقیقت کې د الله تعالی نصرت او زموږ د ملت ستر او پراخ ملاتړ دی، چې موږ ټول یې باید قولا او عملا شکر ادا کړو. ۲ – اسلامي امارت یوځل بیا خپلو ټولو هیوادوالو ته ډاډ او اطمئنان ور کوي چې د تل په څير به د دوی د سر، مال او عزت ساتنه کوي او د خپل ګران ولس لپاره به ډاډمنه فضا رامنځ ته کوي. هیڅوک باید په دې اړه اندېښنه ونه لري. ۳ – مجاهدین باید له بیت المال سره نهایت زیات پام وکړي، عامه تاسیسات، حکومتي دوائر، د حکومتي دوائرو اړوند سامانونه، پارکونه، سړکونه، پلونه دا ټول امانت او د ملت مال دی، باید هېڅ ډول شخصي تصرف او بې پروايي ورسره ونه شي؛ بلکې کلکه ساتنه یې وشي. ۴ – ټول هغه کسان چې مخکې یې له اشغالګرو سره کار او مرسته کړې، یا اوس د کابل فاسدې ادارې په صف کې ولاړ دي، هغوی ته د اسلامي امارت غېږه خلاصه ده او عمومي عفوه ورته اعلان شوې، موږ یوځل بیا هم ټولوته بلنه ورکوو چې راشي او د خپل ولس او هیواد خدمت وکړي. ۵- کوم نظامي او ملکي کسان چې د اسلامي امارت له صف سره یو ځای کېږي، اسلامي امارت په راتلونکي کې د هغوی لپاره د خپل هیواد او ولس د خدمت مناسب شرایط برابرولو تصمیم لري، د هغوی له وړتیاوو او استعدادونو څخه به د ولس او هیواد د خدمت لپاره مناسبه استفاده کېږي، په دې اړه دې هيڅوک اندېښنه نه کوي. ۶ – کومې سیمې چې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغلې دي، هلته دې خلک په عادي ډول خپل ژوند مخ ته وړي، خصوصا رسمي دوائر، هغه که تعلیمي دي یا صحي او که اجتماعي دي یا فرهنګي، هیڅوک دې د خپلې سیمې او هیواد پرېښودو ته زړه نه ښه کوي، خپل عادي ژوند دې کوي، زموږ ولس او هېواد خدماتو ته اړتیا لري، افغانستان د ټولو مشترک کور دی، ټول به یې په ګډه آبادوو او خدمت به یې کوو. ۷ – په دې وروستیو کې د کابل ادارې یو لړ بې اساسه او ناوړه تبلیغات شروع کړي، ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ته يې غلط معلومات ور کړي، هغه جنایتونه چې دوی خپله کړي، یا په دوی پورې تړلو استخباراتي کړیو تر سره کړي، هغه یې د اسلامي امارت په مجاهدینو پسې تړلي. د دې تر څنګ وخت په وخت د اسلامي امارت په نامه یا د اسلامي امارت د مشرانو او مسئولینو په نامه جعلي اعلاميې او بیانیې خپروي. داسې درواغ او له حقیقت څخه لیرې تبلیغات کوي چې هېڅ عقل او منطق یې نه مني. کله وايي اسلامي امارت مجاهدین خلک مجبوروي چې خپلې لورګانې زر واده کړي، یا یې مجاهدینو ته واده کړي، کله وايي مجاهدین خلک وژني، بندیان او اسیران وژني، دا او دیته ورته نور مختلف تورونه لګوي چې هيڅ حقیقت نه لري. ۸ـــ د افغانستان اسلامي امارت د هېچا په شخصي ملکیتونو غرض نه لري، (نه د چا په موټرانو، نه د چا په ځمکو او کورونو، او نه هم د چا په مارکیټونو او دوکانونو کار لري)، بلکې د خلکو د سر او مال حفاظت خپل مسئولیت ګڼي. ۹ – کوم کسان چې په دې وروستیو کې د دښمن د تبلیغاتو نه متاثره شوي، په داخل کې بې ځایه شوي، یا بهر ته تللي، که رسمي کسان دي او که عام خلک دي، هغوی دې بیرته خپلو کورونو او ځایونو ته راشي زموږ له خوا هېڅ مشکل ورته نشته، موږ به د هغوی د سر، مال او عزت ساتنه او حفاظت کوو. ۱۰ – اسلامي امارت خپلو مجاهدینو ته امر کړی او یو ځل بیا لارښونه ورته کوي چې هېڅوک به بې له اجازې د چا کور ته نه داخلیږي، نه به د چا سر ته زیان رسوي، نه به د چا مال او عزت ته صدمه رسوي، بلکې حفاظت به يې کوي. ۱۱ – کیدای شي دښمن ځينې کسان موظف کړي وي چې د مجاهد په نامه خلک وځوروي، یا تکلیف ورته ورسوي، په دې اړه باید ولس او خلک له مجاهدینو سره مرسته وکړي، کله یې که داسې څوک لیدل نو سمدستي دې د اسلامي امارت د سمع شکایاتو مسئولینو ته خبر ور کوي. ۱۲ – تجارانو، صنعت کارانو او سرمایه دارو خلکو ته مو پیغام دا دی چې په عادي ډول دې خپل کارونه پرمخ وړي، د خپل ولس خدمت دې کوي، اسلامي امارت به د دوی د کارو بار لپاره پر امنه او مناسبه فضا برابروي، په دې اړه چې د اسلامي امارت په وس څه پوره دي، هغه به ټول له تاسو سره کوي. ۱۳- موږ ټولو ګاونډیانو ته یو ځل بیا ډاډ ور کوو چې زموږ له خوا به دوی ته هېڅ ډول مشکلات نه جوړېږي، دوی دې پوره مطمئن وي، همدارنګه ټولو ته ډاډ ور کوو چې ديپلوماتانو، د سفارتونو، قونصلګریو، او خیریه مؤسساتو کارکوونکو ته هغه که خارجي دي او که داخلي اطمئنان ور کوو چې هغوی ته به د اسلامي امارت له خوا، نه یواځې دا چې مشکلات نه جوړېږي؛ بلکې امنیت او ډاډمنه فضا به ورته برابرېږي. ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت ۴/۱/۱۴۴۳هـ ق ۲۲/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۸/۱۳م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.