د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کورنيو چارو د سرپرست وزیر د مبارکۍ ‎پيغام!

‏ د نېکمـــرغه لــــوی اختر د رارســېدو له امـله تاســې ته مبـــارکي وایــــم. رب ج مـــــو کړي طاعات، عبادات، صدقې، قربانۍ، حجونه او ټول حسنه اعمال په خــپل دربار کې قبول کړه. اخــترونه زمـــونږ په سپـــېڅلي دین کې داســې ورځې دي چې ســـینې باید په کې له حسادت، کینې او له نفرته ومینځل شي. دا […]


د نېکمـــرغه لــــوی اختر د رارســېدو له امـله تاســې ته مبـــارکي وایــــم. رب ج مـــــو کړي طاعات، عبادات، صدقې، قربانۍ، حجونه او ټول حسنه اعمال په خــپل دربار کې قبول کړه. اخــترونه زمـــونږ په سپـــېڅلي دین کې داســې ورځې دي چې ســـینې باید په کې له حسادت، کینې او له نفرته ومینځل شي.
دا دی د اســـلامي نظام د قــیــام نــږدې دوه کــــاله کــېږي، افــغانـستان تر څلـــور نیـــمو لســـیزو وروســــته د واحـــد زعامـــت تر ســــیوري لانــدې ســـاه اخلي.
ملــــت ته مو الحمــــــدلله هغه وحــــــدت بـــــېرته راســتون شـوی چې خپل سپـېڅلي دین راښــودلی دی او هــغه د تــوحید د مبارکې کلمې وحـدت دی. مونږ هغه ملت یو چې د تاریــخ په ډېــرو ژورو کې رېــښې لرو، ځکه خو د تېــرو شلــو کلونــو د نفاق هڅـو مات نه کړو، جلا یې نه کړو، دا دی بېرته په واحد صف کې ولاړ یو.
سرتاسري امنـیت ټینګ دی، عدالــت تامین دی، د ځمکنۍ بشــپړتیا او سـرحــدونو دفاع کېږي، حکــومتولي روانه ده. د زور ویلـــو او ظلم کولـــو ټغر ټول دی، د ټولــــو سر، مال او عــزت خــوندي دی. په ســـلګونو زره جــریبه غصـــب شـــــوې ځمـــــکه بـــېرته راګــرځول شــوې، ښــارونو کې ښــکلا پیدا شــوې او بــیارغـونه روانه ده. د مخدره موادو کرکیله او قـاچــاق بند دی او د لیږو امــکاناتو سربیــــره روږدي کــسـان معــالجه شــول. ګمــرکي او مــالیاتي عـــواید مو مـرکزي شول، د تحـریمـونو او ننګـونــو سربیره مو د سیمې او نړۍ په کچه سوداګري نه ده درېدلې. د غټو لارو د جوړولو پروژې ډیزاین شوې چې ځینې یې د تطبیق په حال کې دي.
د بندیزونو سره سره نظام په کورنیو عوایدو چلـېږي او ورځ تر بلې وضعــیت مثبت لــور ته روان دی؛ دې بریــا افغـــانانــو کـې هغـه «اعتـماد په نفس» احـیا کړ چې مــونږ کولای شو په خپلو مټو، وړتیا او عوایدو دولتداري وکړو. فساد چې په تېر شل کلن اشغال کې عام شوی و، تر دې چې یرغلګرو د افغانانو د کلتور برخه ګڼله، د اشغال په ختمېدو یې کمپله ټوله شوه، بشپړ شفافیت حـاکم دی چې همـدا رونټیا مــو په خپلې بودجې اتکاء تضمینوي.
امنـــیتي ځــــواک لله الحــــمـد په عقـــیـدې، ټیـــــنګ ایمــــان، عصــري وســـلو، تجـهـــیزاتو او نظامـي روزنې داسـې اکمـــال دی، چې د هــر ډول کـورني او بهرني تهدید د له منــځه وړلو وړتیا لري.
مونږ د خپل ملت د راتلونکي لپاره خپل تېر دردونه له پامه وغورځول، ټولې نـړۍ ته مو د ښه تعامل غېږه خلاصه کړه. هیله ده دا نیت درک شي، ځکه چې د مــسایلـو حل په اړیکو او تعامل کې ممکن دی؛ فاصلې، فاصلې زېږوي.
د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت په هیواد کی د ښــه امنیت د تامین په مــوخه د هيواد ټولو واليانو او امنيه قومندانانو ته امر کیږی، چې د اخـتر په شپو او ورځـــو کې دې، د اړونــد امنــیتي ارګانـــونو ســره په همــغږۍ په مرکز او ولایاتو کـې کلک امنيتي تدابير ونيسي.
مـــجاهدینـــو ته مــې پیغام دا دی؛ هغــسې چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله درته لارښـــوونه کړې، خلکــو ســره په ډېره مینه او شفقت چلـند وکړئ. په ځانګړي ډول مې پولیسو مجاهدینو ته توصیه دا ده: خلکو سره هغسې اوسئ، لکه څنګه چې د یــوهٔ مجاهــد لــوړ اخــلاق حکــم کـوي او د امن او نظم په تامین کې هغسې چلند وکړئ چې د پولیس مسؤلیت یې ایجابوي. د اختر په مناسبت له هوایي ډزو ډډه وکــړئ او بل چــاته هـــم اجــازه مـــه ورکــوئ د خلکو رواني سکون مختل کړي. همــدارنګه د اخـــتر په ورځـــو کې د احتـــمالي ترافــيکي پيـښو د مخنیوې لپاره ټولو هيــودوالو ته هــدایت ورکــول کیږي چــې ترافــيکي اصــول او مقررات په نظر کې ونيسي. ګــران هــيوادوال دي پـورتني اوامر په پام کې ولـري او جدا دې ترينه لاس نیــوی وکــړي، چې د تخــلف په صورت کې له متــخلفينو سـره قانونې چلند کيږي همــدا راز د جــوماتونو او ټولــو عبادتـــځایونو چــې د اخــتر لمــونځ په کې کېږي، تر امنــیتي تــدابیرو لانــدې دي چې په دې بــــرخه کې د خلــکو د حوصلې او همـکارۍ هیله لرو.
له خپلو درنو ولسونو مې غوښتنه دا ده: هغسې چې ستاسې په ملاتړ او قربانیو زمونږ سپېــڅلی جهــاد کامیاب شو، همداسې له خپل اسلامي نظامه ننګه وکړئ. تاسې هــر یو د ددې نظام یو ســپاهي یاست، چې په دې مـــلاتړ کې به مــو بې له شکه د دنیا او اخیرت خیر وي. خپلو پولیسو او امنیـتي ځواکـونو سـره د امنـیت په تامین کې همکاري کوئ.
د اختر ښې ورځې ولرئ او خپلو درنو کورنیو سره یې په خوښۍ ولمانځئ. الله جل جلاله دې اسلامي امارت دایمي لري.
الحاج خليفه صاحب سراج الدين حقاني حفظه الله د کورنيو چارو سرپرست وزیر