نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سرمنشي خاص استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه باندې اعتراف کړی لکه په نشه یي توکو اغیزمن بندیز، لوی اقتصادي ثبات، فساد نه شتون، په ځینو برخو کي د نجونو زده کړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د […]
موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سرمنشي خاص استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه باندې اعتراف کړی لکه په نشه یي توکو اغیزمن بندیز، لوی اقتصادي ثبات، فساد نه شتون، په ځینو برخو کي د نجونو زده کړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیت کې د پام وړ ښه والی او د داعش پر وړاندې کوټلي هڅې. د سرمنشي خاص استازې څرکندونو کې هڅه شوې چې د افغانستان پیچلي ځمکني واقعیتونه منعکس کړي، چې دا د بندیزونو د کمیټې د څارنې ټیم او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور برعکس وو، کوم چې له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره تیار شوي وو.
موږ په اعلامیي کې د افغانستان په هکله یاد شوي پیچلتیاوو څخه نوټ اخلو، او دا خبره تکراروو چې د افغانستان اسلامي امارت هغو نړیوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کلتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زموږ ملي ګټې زیانمنې نه کړي. له همدې امله موږ له ټولو هیوادونو غواړو چې د نه مداخلې نه بدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي او زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ټولې هڅې، په شمول زموږ د حکومتدارۍ او قوانینو جوړښت او څرنګوالی، بندې کړي.
په پای کې موږ ټینګار کوو چې افغانستان د امنیت د تامین، د سرحدونو خوندي کول، د ګواښونو د رامنځته کیدو مخنیوی، عدالت ته د لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د نشه یي توکو له منځه وړلو په ګډون خپل نړیوال مسوولیتونو ته ژمن دی. اوس باید نړیواله ټولنه هم خپل مسوولیتونه، لکه د نه لاسوهنې بنسټیز اصل رعایت، زموږ ملي امنیت ته د نورو اړخونو له خوا ګواښ مخنیوي او د قاچاق او نشه یي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه، او زموږ په داخلي چارو کي نه لاس وهني ژمنتیا تر سره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.