نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا چې څو ورځې وروسته د محرم لسم ده او د اهل تشیع هېوادوالو لخوا ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي، د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو د دغو مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابیر نیولي دي او د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي آزادۍ پر خپل ځای دي. په ټولو هغو تکیه خانو کې چې د […]
دا چې څو ورځې وروسته د محرم لسم ده او د اهل تشیع هېوادوالو لخوا ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي، د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو د دغو مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابیر نیولي دي او د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي آزادۍ پر خپل ځای دي.
په ټولو هغو تکیه خانو کې چې د اهل تشیع هیوادوالو په میشت ځایونو کې موقعیت لري، غونډې او مراسم په هغه ډول چې د دوی مذهبي اصول ایجابوي، ترسره کیدلی شي، البته د لا ډير امنیت او احتیاطي تدابیرو د نیولو په منظور په ځینو ځایونو کې د لویو غونډو دائریدل یا په ډلیز ډول تګ راتګ محدود شوی، چې په دې کار کې د اهل تشیع علماوو نظر هم اخیستل شوی او د هغوی له غوښتنې سره سم اقدامات شوي دي.
په دې اړوند چې په ځينو رسنیو کې راپورونه او تشویشونه خپاره شوي حقیقت نه لري، اسلامي امارت د مذهبي اقلیتونو حمایت کوي او د عبادت او خپلو مراسمو آزادي يې ورکړې.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۲۹/۱۲/۱۴۴۴هـ ق
۲۶/۴/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۷/۱۷ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.