نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ځینو رسنیو د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ګنې د قزاقستان په نارامیو کې له افغانستان څخه هم ځينو خلکو ونډه اخیستې. موږ دا ادعا په کلکه ردوو، اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل کوم هیواد په ضرر استفاده وکړي، یا […]
ځینو رسنیو د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ګنې د قزاقستان په نارامیو کې له افغانستان څخه هم ځينو خلکو ونډه اخیستې. موږ دا ادعا په کلکه ردوو، اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل کوم هیواد په ضرر استفاده وکړي، یا د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله ولري او نه هم په دې اړه کوم شواهد شتون لري. په داسې حال کې چې موږ په قزاقستان کې د پيښو ستونزو معقول او سولییز حل غواړو، ټولو جهتونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد ته کوم ګواښ متوجه نه دي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۳/۱۱/۱۴۴۳هـ ق ۵/۹/۱۴۰۰هـ ش ــ 2022/2/2م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.