نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فلسطین د اسلامي غورځنگ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزيت پیغام حامدا و مصلیا امابعد: قال الله تعالی: اعوذ بالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا […]
د فلسطین د اسلامي غورځنگ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزيت پیغام حامدا و مصلیا امابعد: قال الله تعالی: اعوذ بالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳ په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه حمله کې په شهادت رسیدلی. إنالله و إنا إليه راجعون د الله تعالی په لاره کې شهادت د هر مسلمان بیا په تېره د جنګیدونکي مجاهد ستر ارمان وي، موږ د اتل مجاهد ورور، یحیی سنوار د شهادت له امله د حماس اسلامي تنظیم، ټولو مجاهدینو او خصوصا د فلسطین مظلوم او مجاهدو خلکو ته تسلیت وایو. الله تعالی دې د مرحوم سنوار شهادت قبول کړي، کورنۍ، ټولو دوستانو او متعلقینو ته دې یې جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي. اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه کړي ان شاءالله تعالی. موږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې د فلسطین د مظلومو خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي، د هغوی تر شا ودریږي او دغه مشترک الهي مکلفیت چې ټولوته راجع دی اداکړي. اللهم أجرنا في مصيبتنا واخلف لنا ولهم خيرًا منه. د افغانستان اسلامي امارت ۱۵/۴/۱۴۴۶هـ ق ۲۷/۷/۱۴۰۳ هـ ش ــ ۲۰۲۴/۱۰/۱۸م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.