د فتنګرو پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو خواکونو تازه عملیات

بسم الله الرحمن الرحیم د فتنګرو پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو خواکونو تازه عملیات د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو د فتنګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د ( روان ۱۴۰۳لمریز کال سنبلې میاشتې په ۱۲ مه) نیټه […]

بسم الله الرحمن الرحیم
د فتنګرو پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو خواکونو تازه عملیات
د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو د فتنګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د ( روان ۱۴۰۳لمریز کال سنبلې میاشتې په ۱۲ مه) نیټه برید ترسره کړی وو او په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو او په بامیانو ولایت کې په خارجي سیلانیانو پر برید کې یې هم لاس درلود، د دې ګروپ پر ضد عملیات په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلي دي.
د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم نیولی شوی چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي. له پټنځای څخه یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسله او مهمات هم ځانګړو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي. په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو.
همدغه راز د دې عملیاتو په تعقیب په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي. په دوی کې هم یو شمیر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري. هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کې له دې نوو مراکزو څخه بریدونه سرته رسوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.
ذبیح الله مجاهد
۲۷/۳/۱۴۴۶هـ ق
۹/۷/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۴/۹/۳۰ م