نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سیګار په نامه اداره چې د امریکايي اشغال په زمانه کې په افغانستان کې د امریکايي مصارفاتو د کنترول، محاسبې او څيړلو لپاره رامينځته شوې وه، د اشغال له پای ته رسیدو وروسته يې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخیستې ده. یادې ادارې په خپل وروستي راپور […]
د سیګار په نامه اداره چې د امریکايي اشغال په زمانه کې په افغانستان کې د امریکايي مصارفاتو د کنترول، محاسبې او څيړلو لپاره رامينځته شوې وه، د اشغال له پای ته رسیدو وروسته يې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخیستې ده. یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت له سخت امنيتي مشکل سره مخ دی او ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ وسله والې ډلې او کورني تهدیدات زیات شوي او ځينو هیوادونو ته خطر متوجه دی. موږ د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت په وضعیت باندې بشپړ کنترول لري او اجازه به ورنه کړي چې هيڅ کومه ډله یا جهت افغانستان بي امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي. ټوله نړۍ په ځانګړي ډول افغانان پوهیږي چې کوم امنیت، ثبات او استقرار د اشغال له خاتمې وروسته او د اسلامي امارت په بیا حاکم کیدو سره مینځ ته راغلی افغانانو په تیرو څلویښتو کلونو کې نه وو تجربه کړی. هيڅ بهرنۍ مسلح ډله په افغانستان کې فعاله نه ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ په سرحد ولاړه ده. همدا ډول داخلي مسلح تهدیدات هم شتون نه لري، بلکې ملت مو په بشپړه آرامۍ او سوله کې ژوند کوي. الحمدلله داچې له اوسنې امنیت او ثبات سره سره امریکا بیا څه ستونزه لري چې دا ډول تشویشونه خپروي؟ پروپاګند کوي؟ یا د داعش غوندې شومو پدیدوته په کمپاین بوخته ده؟ او یاهم زموږ ګاونډي او نیږدې هیوادونو ته تشویش ور اچوي؟ ښايي چي دا په امریکا کې د ځینو خاصو کړیو خپلسرې کړنې وي او یا دا چې امریکا بیا غواړي چې سیمه بې ثباته، بي امنه او ناکراره کړي، ترڅو په دې ډول له افغان ولس څخه د خپلې ماتې کسات واخلي او یا د اسلامي امارت او سیمیزو هیوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي. امریکایانو ته مو توصیه داده چې نور باید له افغانانو سره خپله کینه او دښمني پای ته ورسوي، افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی، بلکې برعکس اسلامي امارت غواړي چې د امریکا په شمول له نړیوالو سره ښې او رغنده اړیکې ولري. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۳۰/۱۱/۱۴۴۴هـ ق ۲۸/۳/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۶/۱۸ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.