نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ ماښام د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي لومړي سرک کې د داعشي خوارجو په خلاف په ترسره شويو عملياتو کې چې کوم دوه کسه داعشیان وژل شوي، په دوی کې يو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسئول او ستر قاتل قاري فاتح و. قاري فاتح د […]
تیره ورځ ماښام د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي لومړي سرک کې د داعشي خوارجو په خلاف په ترسره شويو عملياتو کې چې کوم دوه کسه داعشیان وژل شوي، په دوی کې يو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسئول او ستر قاتل قاري فاتح و.
قاري فاتح د خراسان له پاره د داعشیانو اميرالحرب، بیا د کونړ لپاره مسئول، بیا د مشرقي زون لپاره مسئول او اوس د داعشیانو د خراسان د څانګې د امنيت د ادارې يا د عملياتي ادارې عمومي مسئول و، چې د داعشیانو ټول عمليات د ده په قومانده کې ترسره کيدل.
په کابل ښار کې په خارجي ډيپلوماتيکو نماينده ګيو، مساجدو او نورو اهدافو وروستي ترسره شوي بريدونه ټول د نوموړي په مستقيمه قومانده ترسره شوي، چې الحمدلله تيره شپه د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسيد او د اسلامي امارت د مجاهدو ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ پيچيده عملياتو کې ووژل شو.
د يادونې وړ ده چې د ۱۴۴۴/۷/۲۲ هـ ق نيټه د اسلامي امارت د مجاهدو ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ عملياتو کې د هند د نيمې وچې لپاره د داعشیانو مسئول يا والي اعجاز امين اهنګر سره له دوو ملګرو هم وژل شوی وو او په دې ورستيو ورځو کې ګڼ شمېر داعشیان چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي او د تخریبي کړنو پلانونه یې درلودل د الله تعالی په نصرت هم نیول شوي دي.
ذبیح ا الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۴/۸/۷هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۸هـ ش ــ ۲۰۲۳/۲/۲۷م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.