د ثور د اووم او اتم تاريخي ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

د ثور اوومه او اتمه زموږ د هيواد په تاريخ کې هغه ورځې دې، چې يوه مو د خپل هيواد او هيوادوالو په مظلوميت، دربدريو او بدمرغيو ژړوي او بله راته له افتخاره ډکه، د ازادۍ او خپلواکۍ سمبول ده. له نن نه پوره (۴۳) کلونه وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم […]

د ثور اوومه او اتمه زموږ د هيواد په تاريخ کې هغه ورځې دې، چې يوه مو د خپل هيواد او هيوادوالو په مظلوميت، دربدريو او بدمرغيو ژړوي او بله راته له افتخاره ډکه، د ازادۍ او خپلواکۍ سمبول ده.

له نن نه پوره (۴۳) کلونه وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د اسيا لويې وچې د يو غيور ملت پر حريم د کمونیستي تيري لپاره زمنیه مساعده شوه. دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او ملت يې د ځان غلام وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهد او ازادۍ غوښتونکي ملت په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود. په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) خپله ازادي او استقلال تر لاسه کړ.

اسلامي امارت د ثور د ۷ کودتا او ورپسې زموږ په پاک حریم کمونیستي تاړاک غندي او د ثور ۸ مه بیا د خپل هیواد د آزادۍ او افتخار تاریخي ورځ بولي.

هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلی ملت خوښ و، چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په خپل هيواد کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې اسلامي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو په اور کې لولپه کړل، د ملت شهيدان، يتيمان او کونډې، د شلمې پېړۍ د استعمار بې رحمانه بمبارونه او ورانۍ، د بې وزله ملت ستړې او هجروتونه، دا هر څه له ياده ووتل او د يو ستر ملت سترې هيلې او اميدونه خاورې شول.

نن هم زموږ ملت په یوه ستر آزمون کې قرار لري، شل کاله مو د يوويشتمې پېړۍ له زبر ځواک امريکا او د هغوی له متحدينو سره د خپلواکۍ او اسلامي نظام پر سر مبارزه وکړه، شهادتونه، زخمونه، ډول ډول شکنجې او هجروته مو په ځان ومنل، خو د تيرو دواړو جهادونو د پاکو ارمانونو د پوره کیدو لپاره مو خپله ژمنتيا وښوده او بالاخره دا دی د شل کلن جهاد ثمرې ليدلو ته نژدې شوي يو. ان شاءالله

اسلامي امارت د ثور اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو اوسنيو يرغلګرو ته وريادوي، لکه څنګه چې يې د جګړې پر ځای د تفاهم لاره غوره کړه او ګټه يې هم وليده، هماغسې بايد فيصله شويو وعدو ته هم ژمن پاتې شي، دا ملت خپلې خوښې ته پرېږدي او نور يې په چارو کې د بې ګټې لاس وهنې هڅه ونکړي.

د دې لپاره چې يو ځل بيا مو د چوکۍ او قدرت په لټه کې خپل زورېدلی ملت کړولی نه وي او د اسلامي نظام د نفاذ، سولې او ارامۍ په څېر سپېڅليو هدفونو ته رسېدلي يو، کورنيو جهتونو ته هم توصيه کوو چې د خپل دین او هیواد له دښمنۍ لاس واخلي، نور د دې ولس د بربادۍ سبب نشي او حقائقوته غاړه کیږدي.

اسلامي امارت لکه چې د خپل هيواد د خپلواکۍ د اعادې، د هرج و مرج له منځه وړلو او اسلامي نظام د نفاذ لپاره تأسیس شوی، اوس هم د دې سپېڅليو ارمانونو د تحفظ وارث دی، هيچا ته به اجازه ورنکړي چې يو ځل بيا د دې مجاهد ملت پاکې هيلې او ارمانونه ضائع کړي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۵/۹/۱۴۴۲هـ ق

۷/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۴/۲۷م