نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د (۱۳۵۷لمريزکال د ثور په ۷مه) څو پردي خوښو او په کمونيستي مفکوره روزل شويو څېرو پخواني شوروي اتحاد ته د افغانستان د سپارلو او له خپل سپېڅلي مسير څخه د هيوادوالو د اړولو هڅه وکړه. زموږ تش لاسي ملت يې په ميړانه مقابله وکړه، زخمونه يې وګالل، زندانونه او شکنجې يې وزغملې، هجرتونه او […]
د (۱۳۵۷لمريزکال د ثور په ۷مه) څو پردي خوښو او په کمونيستي مفکوره روزل شويو څېرو پخواني شوروي اتحاد ته د افغانستان د سپارلو او له خپل سپېڅلي مسير څخه د هيوادوالو د اړولو هڅه وکړه. زموږ تش لاسي ملت يې په ميړانه مقابله وکړه، زخمونه يې وګالل، زندانونه او شکنجې يې وزغملې، هجرتونه او دربدرۍ يې تېرې کړې او بلاخره يې د شوروي اتحاد او د هغو د پلویانو شوم اهداف او ارمانونه په سیند لاهو کړل او آن نړۍ يې د هغو له شر څخه وژغورله. د ثور د ۷ کودتا او ورپسې شوروي یرغل عینا د نن ورځې امریکا يي یرغل ته ورته و، چې بیا هم افغان مجاهد او مېړني ولس د اسلامي امارت تر چتر لاندې نولس کاله ورسره جهاد وکړ، شهيدان او زخمیان شول، زندانونه پرې ډک شول؛ خو خپل هيواد يې هغوی ته پرې نښود، د ډيرو تکاليفو په زغملو سره يې له خپل سپېڅلي اسلامي فکر او هیواد څخه دفاع وکړه او بالاخره يې دا دی امریکا هم د شورویانو په څېر په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته له رسېدو لاس پر سر کړ. همدا ډول د (۱۳۷۱ لمریزکال د ثور ۸ مه) بیا د هیواد په تاریخ کې د ویاړ ورځ ده چې د کمونیزم په وړاندې جهاد بریالی شو او د افغان مسلمان ملت په قربانیو د فتحې ثمره مرتبه شوه. هغه رنګارنګ تکليفونه او بې مثاله قربانۍ، چې افغان غيور ملت له شوروي اتحاد څخه د دين او وطن د دفاع په خاطر په ځان ومنلې، له هغسې بې غورۍ او بې پروايۍ سره نه ښايېدې، چې ورسره وشوه، هغه ستر ارمانونه د دې وړ نه و، چې د تنظیمي رقابت او قدرت طلبۍ له بدمرغه خواهشاتو څخه قرباني شوي وای. نن هم افغان مجاهد ولس د سترو او بې سارې قربانيو په برکت د استقلال او ازادۍ ګټلو په درشل کې دی، چې د آرمانونو ساتنه يې خورا ډير پام، غور او کلک عزم غواړي. د افغانستان د قضیې د حل لپاره له امریکا سره شوې توافقنامه یو ښه فرصت دی چې باید په کلکه عملي شي. امریکایي اړخ او د کابل اداره باید د دې توافقنامې په تطبیق کې خنډونه ایجاد نه کړي. دغه راز ټول ښکېل اړخونه له ډیر غور څخه کار واخلي تر څو د افغان ولس ستر ارمانونه، لکه د ثور له ۸مې وروسته یو ځل بیا تالا ترغه نه شي. اسلامي امارت، لکه څرنګه چې له شوروي اتحاد څخه د ازادۍ اخيستلو او اسلامي نظام د نفاذ په خاطر د څوارلس کلن جهاد په بریا وياړي او خپل مؤمن ولس ته یې مبارکي وایي، همداسې د کاميابۍ درشل ته د ننني جهاد رسېدل هم د افغان مېړني ولس افتخار ګڼي، ورسره د استقلال او اسلامي نظام د نفاذ لپاره د تیرو ټولو مبارزو د معيوبينو، کونډو، يتيمانو او شهيدانو د سترو او پاکو اهدافو تحفظ ته ځان ژمن بولي. اسلامي امارت به چا ته اجازه ورنکړي، چې د ننني جهاد ثمره لکه د ثور د ۸مې له بريا وروسته له خطر او ګواښ سره مخ کړي. ان شاءالله تعالی.
د افغانستان اسلامي امارت ۳/۹/۱۴۴۱هـ ق ۷/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/4/26م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.