نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس آیتالله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له […]
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس آیتالله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي. موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. په دې سختو شرائطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو. د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند ۱۲/۱۱/۱۴۴۵هـ ق ۳۱/۲/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۴/۵/۲۰ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.