د ایټالیا په سویلي سمندر کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د شهیدو شویو افغانانو د شهادت په اړه د ا.ا.ا. د تعزیت پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ايټاليا په سویلي سمندرګي کې تر شاوخوا ٨٠ تنو پوري افغان کډوال چې ښځي او ماشومان هم پکې دي او له ترکیې څخه ایټالیا ته د سمندر له لاري په لرګینه کښتۍ کې روان وو، د کښتۍ د ډوبېدو له امله په شهادت رسیدلي دي. […]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ايټاليا په سویلي سمندرګي کې تر شاوخوا ٨٠ تنو پوري افغان کډوال چې ښځي او ماشومان هم پکې دي او له ترکیې څخه ایټالیا ته د سمندر له لاري په لرګینه کښتۍ کې روان وو، د کښتۍ د ډوبېدو له امله په شهادت رسیدلي دي.
انالله واناالیه راجعون
اسلامي امارت شهیدانو ته د مغفرت، کورنیو او اقاربو ته د جمیل صبر دعاء کوي. دغه راز ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کوي چې بهرنیو هیوادونو ته د قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو له لاري د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت په خیریه بنسټونو او خصوصا د سره صلیب پر نړیوالي ادارې باندي ږغ کوي چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کي د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا او نقلولو کې د انساني مکلفیت له مخې خپل مسووليتونه تر سره کړي.