د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل […]

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

د ا.ا.ا. او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

همداراز تمه کېږي، چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.