د امریکا لخوا افغانانوته له هېواد څخه د تېښتې د تشویق لپاره د ویزو د منلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

امریکايي حکومت لخوا د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له اشغال سره د ترجمانۍ او نورو برخو کې ملګري پاتې شوې، د ویزو منل او هغوی تشویقول چې خپل هیواد پریږدې، زموږ په هیواد کې ښکاره مداخله ده چې اسلامي امارت يې غندي. موږ لا پخوا اعلان کړی وو چې د امریکايي اشغال څخه […]

امریکايي حکومت لخوا د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له اشغال سره د ترجمانۍ او نورو برخو کې ملګري پاتې شوې، د ویزو منل او هغوی تشویقول چې خپل هیواد پریږدې، زموږ په هیواد کې ښکاره مداخله ده چې اسلامي امارت يې غندي.
موږ لا پخوا اعلان کړی وو چې د امریکايي اشغال څخه وروسته هغو ترجمانانو او کارکونکوته هيڅ ستونزه نشته چې په تیر کې د امریکا سره ملګري پاتې شوې دي.
هغوی کولای شي چې په ارام سره پخپل هیواد کې ژوند وکړي او هيڅ ډول تهدید ورته متوجه نه دي.
د امریکا په شمول د نورو هیوادونو څخه غواړو چې باید له داسې مداخله ګرانه دريځ څخه لاس واخلي.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۵/۱/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۸/۴م