نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د امریکا ولسمشر وروستۍ اعلان چې (له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه باسي او د افغانستان موضوع نظامي حل نه لري او داچې موږ له طالبانو سره بیا جنګ ته د داخلیدو توان نه لرو او نه تر ابده هلته پاته کېدای شو، وتل يې تر هیڅ شرایطو پورې مشروط ندي او د دوحې […]
د امریکا ولسمشر وروستۍ اعلان چې (له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه باسي او د افغانستان موضوع نظامي حل نه لري او داچې موږ له طالبانو سره بیا جنګ ته د داخلیدو توان نه لرو او نه تر ابده هلته پاته کېدای شو، وتل يې تر هیڅ شرایطو پورې مشروط ندي او د دوحې توافقنامه هم مهمه او له اعتباره برخمنه بولي اوله هغه سره سم خپلې قواوې باسی)، له دې ټولو خبرو ښکاري چې امریکایي چارواکو د افغانستان وضعیت تر یوه حده درک کړی او د جنګ غوښتونکو کړيو هڅې ناکامه شویې دي. خو داچي د عسکرو ایستل څومیاشتی ځنډوي او تر راتلونکی سپتمبر پورې یې بشپړول غواړي، په اړه يې لاندې ټکي اعلانوو: ــ دا فیصله يې د دوحي له توافقنامی څخه ښکاره سر غړونه او په خپل کړي عهد عمل نه کول دي. ــ یاده توافقنامه چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو اوسازمانونود استازو په حضور کې لاسلیک شوه او اوس امریکایې لوری سرغړونه ترې کوي، نو هغو ټولو هیوادونو او سازمانونوته چي د توافقنامې د لاسلیک شاهدان وو په کار ده چې په امریکا فشار راوړي چې په توافقنامه کې په کړیو ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي نیټه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. ــ د شوې توافقنامې او ژمنو سره سره، په لومړي سرکې د شپږ زره بندیانو د خلاصون لس ورځنی بهیر شپږو میاشتو ته غزول، بیا د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو سره په دریو میاشتو کې د باقي بندیانو نه خلاصون، د تور لیست نه ختمول، له دولسو سوو څخه زیاتې تخطیانې کول او بالآخره اوس د ځواکونو د ایستلو په نيټه کې څو میاشتې ځنډ اعلانول، به ټولي نړۍ ته ښکاره کړي چې په امریکايي جهت باور نشي کیدای او هغوی خپلو وعدو او تعهداتو ته ژمن نه دي. ــ ټول جهتونه باید پوه شي چې اسلامي امارت تر دې دمه توافقنامه په ښه ډول رعایت کړی، عملی کړی او د منازعې د حل یواځنۍ لاره يې بللې، اوس که د امریکا لخوا له توافقنامې څخه سرغړونه کیږي، د اسلامي امارت مجاهدینو ته اصولا د هرډول لازم اقدام کولو لاره خلاصوي، نو د راتلونکو عواقبو مسئولیت به هم امریکايي جهت ته راجع وي، نه اسلامي امارت ته. ــ اسلامي امارت له امریکايي جهت او ټولو اشغالګرو هیوادونو څخه غواړي چې نور د جګړې او اشغال د اوږدیدو لپاره بهانې ونه لټوي او هر څه ژر خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. ــ اسلامي امارت په هيڅ صورت هم، د بشپړې خپلواکۍ له داعې او د سوچه اسلامي نظام له اقامې څخه نه تیريږي او د اشغال د بشپړې او یقیني خاتمی څخه وروسته د افغانستان د معضلې د سولییز حل رامينځته کیدو ته ژمن دی.
د افغانستان اسلامي امارت ۳/۹/۱۴۴۲هـ ق ۲۶/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۴/۱۵م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.