نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو اداره د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د البیروني پوهنتون د سپرلۍ په موټر ترسره شوې چاودنه او دې ته ورته بریدونه په کلکو ټکو غندي او د پوهنتونونو په استاذانو، علمي شخصیتونو او محصلینو باندې دا ډول بې رحمه بریدونه د هېواد په ملي […]
د افغانستان اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو اداره د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د البیروني پوهنتون د سپرلۍ په موټر ترسره شوې چاودنه او دې ته ورته بریدونه په کلکو ټکو غندي او د پوهنتونونو په استاذانو، علمي شخصیتونو او محصلینو باندې دا ډول بې رحمه بریدونه د هېواد په ملي ارزښتونو او علمي شتمنیو باندې بریدونه بولي.
دا چې په ټول هېواد کې په غلام دښمن د ژوند کړۍ ورځ تر بلې تنګیږي او د خپلې بقا او پایښت خوبونه په دا ډول بریدونو کې ويني، تر څو له یوې خوا په ملت کې وېره خپره کړي او له بلې خوا د مجاهدینو په وړاندې حساسیتونه را وپاروي.
په پای کې د الله رب العزت له سپېڅلي دربار څخه د نوموړي برید شهیدانو ته عالي درجات، کورنیو ته یې جميل صبر او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
والسلام د عالي تحصیلاتو اداره ۱۷ / شوال المکرم / ۱۴۴۲ هجري قمري ۸ / جوزا / ۱۴۰۰ هجري لمریز
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.